کابل ته د مولانا فضل الرحمان د سفر موخه څه ده؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د جمعیت علمای اسلام (ف) یو مخکښ مشر وايي چې امکان لري چې د ګوند مشر مولانا فضل الرحمان کابل ته ولاړ شي او هلته د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د بې اسناده افغانانو هېواد ته د ستنولو تر څنګ پر امنیتي موضوعاتو وغږېږي. مفتي کفایت الله دا خبره تر هغې شاوخوا دوه اوونۍ وروسته کړې ده چې په اسلام اباد کې په افغان سفارت کې د طالبانو شارژدافېیر (ناظم الامور) له مولانا فضل الرحمان سره ولیدل او ورته یې افغانستان ته د ورتګ بلنه ورکړه. مفتي کفایت الله دا و نه ویل چې د جمعیت مشر به کله افغانستان ته ځي خو زیاته یې کړه چې د سفر پر مهال د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او داعش ډلو پر مسلو خبرې متوقع دي. د پاکستان او د طالبانو د حکومتونو تعلقات له مودې راهیسې ساړه دي. د ډېسېمبر پر ۱۲مه په ډېره اسماعیل خان کې پر امنیتي مرکز په وسلوال برید کې د پاکستانیو سرتېرو تر مرګژوبلې وروسته اسلام اباد بیا له طالبانو وغوښتل چې د ټي ټي پي مشران وروسپاري او هغې ډلې ته دې پټنځای نه ورکوي. د طالبانو حکومت په ځواب کې وویل چې د برید په اړه پلټنې کوي، خو ټینګار یې وکړ چې د هرې موضوع لپاره باید هغوی مسوول و نه بلل شي. د طالبانو حکومت داراز ټینګار کوي چې ټي ټي پي ته یې پټنځایونه نه دي ورکړي او د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي. له مفتي کفایت الله سره بشپړه مرکه وګورئ.