یوشمېر غربي هېوادونو د ایران د خورا غني اورانییمو تولید زیاتول غندلی

هغو غربي هېوادونه ویلي دی چې د سفارتکارۍ له لارې د ایران جوهري پروګرام پر موضوع حل ته ژمن دي ـ پخوانی انځور.

فرانسې، جرمني، برتانیا او امریکا په ایران کې په لوړه پیمانه د غني اورانییمو د تولید زیاتول غندلي دي.

هغو هېوادونو د ډېسېمبر پر ۲۸مه په ګډ بیان کې وویل، له ایرانه غواړي چې سمدستي دې دا کار ودروي او د خپل اټومي پروګرام چارې ورو او محدودې کړي.

په بیان کې راغلي دي چې هغه هېوادونه د ډېپلوماسۍ له لارې د ایران د اټومي پروګرام اړوندو مسلو هواري ته ژمن دي او خپل هغه هوډ تکراروي چې ایران باید هېڅکله اټومې وسلې جوړې نه کړي.

هغو هېوادونو دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې د روانې اوونۍ په پیل کې د اټومي انرژۍ نړیوالی ادارې (ای اې اي اې) د ایران د زیاتو غني اورانییمو د تولید په اړه راپور خپور کړ.

په راپور کې راغلي چې ایران د خورا غني اورانییمو پیداوار زیات کړی دی او پخوا یې چې هغه تولید کم کړی وو، هغه یې د ۲۰۲۳ز کال له نیمايي راهیسې بیا لوړ کړی دی.

تهران لا د هغو هېوادونو د بیان په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې تل ویلي دي چې اټومي پروګرام یې د سوله ییزو اهدافو لپاره دی.