د کرکټ ۲۰ اوریزه لوبه کې افغانستان متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه

رحمان الله ګربز۱۰۰ او ابراهیم ځدران ۵۹ منډې وکړې ـ پخوانی انځور.

د ۲۰ اوریزو سیالیو په لومړۍ مقابله کې افغانستان متحده عرب اماراتو ته په ۷۲ منډو ماتې ورکړه.

د ډېسېمبر پر ۲۹مه د شارجه په میدان کې افغانستان لومړی بیټنګ وکړ او د درو لوبغاړو په سوځېدو یې ۲۰۳ رنزونه جوړ کړل.

د افغانستان په توپوهونکو کې رحمان الله ګربز په ۵۲ بالونو ۱۰۰رنزونه جوړ کړل. دا په ۲۰ اوریزو نړیوالو لوبو کې د هغه لومړنۍ سلیزه وه. کپتان ابراهیم ځدراڼ په ۵۹ او حضرت لله ځاځی په ۱۳ منډو وسوځېدل.

عظمت الله عمرزی ۱۹ او محمدنبي په اخري بال څلور منډې جوړې کړې.

د متحده عرب اماراتو لوبډلې په ځواب کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۱ منډې وکړې. په دې کې اروېندا ښه وځلېد، هغه۷۰ منډې جوړې کړې او ناسوځېدلی پاتې شو.

د اماراتو لپاره په توپ اچونه کې محمد جواد الله، جنید صدیقي او عیان افضل یو یو لوبغاړی وسوځول.

په افغان توپ اچونکو کې فضل حق فاروقي دوه، نوین الحق او قیس احمد یوه یوه وېکټ واخیسته.

ټاکل شوې ده چې دواړه لوبډلې دویمه سیالي د ډېسېمبر پر ۳۱مه وکړي.