جان محمد د مهاجرت پر کارډ لرلو سربېره هېلمند ته ستنېږي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

جان محمد ۴۵ کاله په پاکستان کې د کډوالۍ ژوند تر تېرولو وروسته بیا کډه بار کړې او افغانستان ته ستنېږي. هغه وايي، د مهاجرت کارډ لري او په بلوچستان کې هېچا نه دی ځورولی خو د بې اسناده افغانانو د ستنولو بهیر وېرولی او نه غواړي چې نور په پاکستان کې پاتې شي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د نومبر له لومړۍ راهیسې د بې اسناده افغانانو ستنولو ته دوام ورکړی دی او د چارواکو په وینا څه باندې ۵۰۰،۰۰۰ کسان یې لېږدولي دي. نور په ویډیو کې.