په کراچۍ کې په يو کال کې پر۵۰۰ ښځو او کم عمرو نجونو جنسي زیاتی شوی

په پېښور کې د جنسي زیاتيوو پر ضد د ښځو مظاهره - انځور له ارشیفه

د پاکستان په کراچۍ ښار کې په تېر يوکال (۲۰۲۳) کې تر ۵۰۰ پر زياتو ښځو او کم عمره نجونو د جنسي تېري پېښې رپورټ شوي دي.

د کراچۍ د سرکاري جناح روغتون، سيول روغتون او عباسي شهيد روغتون مشرانو د جنورۍ پر دويمه مشال راډيو ته په ورکړيو معلومات کې ويلي چې په تېرو ۱۲ مياشتو کې کې د هغه ښار د بېلابېلو سيمو څخه تر ۸۰۰ پورې ښځې او کم عمره نجونه د جنسي تېري د شکايت درجولو لپاره ورغلې وې چې په هغوی کې د ۵۲۲ ښځو او کم عمره نجونو په طبي راپورونو کې جنسي تېری ثبت شوی دی.

په کراچۍ کي د بشري حقونو فعالان د دا ډول پېښو ځينې لاملونه د قانون نه عملي کول او تورونو کسانو ته سزاګانې نه ورکول بولي.

په پاکستان کې د جنسي ځورونې او جنسي تيري په اړه قوانین په ۲۰۱۰ کال کې معرفي شوي دي چې له مخې یې په عامه ځایونو کې د ښځو ځورول یو قانوني جرم ګرځول شوی دی او د جنسي تیري سزا درې کاله بند یا تر پنځه لاکو روپۍ پورې جرمانه ده.