په پاکستان کې د نرښځیانو ټولنه وایي چې د هغه هېواد د وفاقي شرعي عدالت تر پرېکړې وروسته دوی په انتخاباتو کې له برخې اخیستو بې برخې شوي دي.
په کراچۍ کې د خبريالانو په مرکز کې د نرښځیانو ټولنې مشرانو د جنورۍ پر دويمه په خبري غونډه کې وویل چې د عدالت د فیصلې په رڼا کې د نرښځيانو د خوندیتوب په اړه د ۲۰۱۸ز کال قانون بېرته اخیستل شوی دی چې له امله یې دوی انتخاباتو ته نه شي درېدای او د ووټ اچولو اجازه هم نه لري.
هغوی زياته کړه چې تر دې وروسته د پاکستان د نفوسو او نورو اسنادو د ثبت ادارې (نادرا) هم د ګڼو نرښځیانو شناختي کارډونه بلاک (بند) کړي دي.
د نرښځیانو د اتحادیې یوې مشرې رادیه کنول مشال راډیو ته وویل "په ټولنه کې خلک موږ ته ووټ راکول غواړي، ټولنې په انتخاباتو کې د برخې اخيستلو لپاره نرښځيان هم منتخب کړي ول، خو انتخاباتي کمېشن او نادرا له نرښځيانو سره ناروا چلند وکړ. د زياتره نرښځيانو ووټونه راجسټر شوي نه دي. په نادرا کې د نرښځیانو شناختي کارډونه جوړول بند دي او د چا چې جوړ شوي دي، هغه یې هم بلاک کړي دي."
د ویب سایټ دشبکې ستونزه
دا مو نه غوښتل چې تاسې ته یې وښییو.
د ووبپاڼې پته یا ادرس زموږ د ووبپاڼې کاري ډلې ته واستول شوه او موږ به سمدستي ستونزه هواره کړو. بښنه غواړو.
په پورته ورکړل شوي لټونځای کې یې ووینئ چې معلومه شي بل ځای یې موندلای شو او که څنګه
په غونډه کې د نرښځیانو استازو له حکومته غوښتنه وکړه چې دوی ته دې د رایو ورکولو حق ورکړي او په قامي او صوبايي اسمبلۍ کې دې ورته دښځو او لږکیو په څېر ځانګړۍ څوکۍ ورکړي تر څو د خپلې ټولنې استازيتوب وکړي.
په ۲۰۱۸ز کال کې په پاکستان کې د نرښځیو د حقونو او ساتنې قانون جوړ شو چې پکې د طبي بورډ له معاینې پرته په شناختي کارډونو او نور قانوني اسنادو کې نرښځیانو د خپل جنس ټاکلو حق ترلاسه کړ. په قانون کې نرښخيانو ته د تعلیم، وراثت او ملازمت په شمول ځني بنیادي حقونه ورکړی شوي ول.
خو د ۲۰۲۳ز کال د مې پر ۱۹مه وفاقي شرعي عدالت د نرښځيانو لپاره په شناختي کارډونو کې په خپله خوښه د جنس ټاکلو اجازه ناقانونه کار وباله.
وفاقي شرعي عدالت د نرښځیانو د حقونو د قانون (ټرانسجېنډر ایکټ) پرضد د درخواستونو په اړه په پرېکړه کې وویل چې نرښځیان نه خپل جنس بدلولی شي او نه ځان د ښځې یا سړي په توګه یادولی شي.
په پرېکړه کې راغلي که څوک پیدايشي ښځه یا سړی وي او ځان ته نرښځی وایي نو دا به د شریعت ضد عمل وي.
دا هم وګورئ:
د نرښځیانو ټولنه وايي د وفاقي شرعي عدالت پرېکړې ضد سپریم کورټ ته ځيخیبر پښتونخوا کې د ښځو او نرښځیانو د حقونو او وکالت لپاره ځانګړې شبکه جوړه شوې دهد خیبر پښتونخوا نرښځیان وايي حکومت پر هغوی تشدد کوونکو ته سزا نه ورکويد خبري غونډې پر مهال د نرښځیانو د ټولنې مشرانو دا هم وویل چې په وروستۍ سرشمېرنه کې د نرښځیانو شمېر کم ثبت شوی دی.
د هغې ټولنې یوې مشرې بندیه رانا وویل چې په کراچۍ د نرښځیانو شمېر ۱۸،۰۰۰ دی خو په وینا یې په سرشمېرنه کې یوازې ۳،۰۰۰ ښوول شوی دی.
د پاکستان د انتخاباتو کمېشن وایي په ټول هېواد کې ۳،۰۰۰ نرښځیان د ووټ اچوونکو په لیسټونو کې ثبت دي او دوی خپلې رایې کارولی شي.
د کمېشن د سيند صوبې مشر شريف الله د جنورۍ پر دويمه مشال راډيو ته وويل د انتخاباتو په فارم کې د نرښځیانو لپاره جلا خانه یا ځای نه شته چې پکې بدلون کول د کمېشن په اختیار کې نه راځي. د نوموړي په خبره د دې کار لپاره په قانون کې بدلون ته اړتیا ده چې یوازې پارلېمان یې کولی شي.