د حماس یو مهم مشر صالح العاروري په لبنان کې ډرون بريد کې وژل شوی دی

صالح العاروري د حماس دویم لوړ پوړی سیاسي مشر بلل کېده ـ پخوانی انځور

د لبنان په مرکز بیروت کې په یوه ډرون بريد کې د حماس د سیاسي دفتر مرستیال صالح العاروري وژل شوی دی.

د لبنان رسمي خبري اژانس ویلي دي چې بريد د اسرايیلو بې پیلوټه الوتکې په المشرفیه شیعه مېشته سیمه کې پر یو استوګنځي وکړ چې څلور کسان پکې ووژل شول.

هغه سیمه د حزب الله مرکز ګڼل کېږي. اسراییلي چارواکو په دې اړه له تبصرې کولو ډډه کړې ده.

صالح العاروري د حماس دویم لوړ پوړی سیاسي مشر بلل کېده. هغه د اسراییلو او هغې ډلې تر مینځ د جګړې د پیل راهیسې د حماس تر ټولو مهم مشر دی، چې ووژل شو.

عاروري د حماس د پوځي څانګې بنسټ اېښودونکی هم وو. حماس د امریکا او اروپايي ټولنې لخوا ترهګر سازمان ګرځول شوی دی.

د العاروري وژنه ښايي د لبنان د پیاوړې حزب الله ملېشې سخت غبرګون راوپاروي.

د حزب الله مشر سید حسن نصراالله ژمنه کړې ده چې په لبنان کې د فلسطیني چارواکو د نښه کېدو په غبرګون کې به اسراییلو ته ځواب ووايي.

اسراییلو رسماً د حماس د سیاسي دفتر د مرستیال د وژل کېدو مسوولیت نه دی منلی خو تر دې مخکې د اسراييلو وزیراعظم بنیامين نتن یاهو لبنان مېشتې حزب الله ملېشې ته سخت خبرداری ورکړی وو چې په جګړه کې ښکېلېدل به يې د ژوند تر ټولو لویه تېروتنه وي.

امريکا او اروپايي ټولنه حماس د يوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني.