په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) پر طالبانو غږ کړی چې د تعليم او ښځو حقونو لپاره کارکوونکي دې له بنده خوشې کړي.
يوناما د جنورۍ پر درېيمه پر اېکس ليکلي چې د نجونو د تعلیم مبارزان احمد فهیم عظیمي او صدیق الله افغان او د ښځو د حقونو د فعالې منیژې صدیقي خپلسري نیول د اندېښنې وړ دي. هغه کسان د اکتوبر له میاشتې راهیسې د طالبانو په زندان کې دي.
یوناما زیاته کړې چې په افغانستان کې بايد خپلسرې ګرفتارۍ شي او هر تورن کس باید د وکيل درلودو حق ولري.
طالبانو، چې تر دې مخکې یې نور فعالان هم نیولي، لا د يوناما د تازه څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ويلي.
طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې ګڼ مظاهرچيان، د هغوی د تګلارو منتقدان، خبریالان او د بشري حقونو فعالان نیولي او د بېلابېلو مودو لپاره یې په زندانونو کې ساتلي دي.