د ایراني ولسمشر یو سلاکار امریکا او اسراییل کرمان کې د چاودنو لپاره پړ بللي دي

روغتیايي کارکوونکي تر چاودنې وروسته ژوبل کسان روغتون ته انتقالوي - د جنورۍ درېیمې انځور.

د ایران د ولسمشر یوه سلاکار پر اسراييلو او امريکا د هغو چاودنو پړه اچولې ده چې د جنورۍ پر درېیمه د هغه هېواد د قدس ځواک د پخواني قومندان قاسم سليماني د څلورم تلين په مراسمو کې وشوې.

سليماني د ۲۰۲۰ز کال په جنورۍ مياشت کې په بغداد کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی وو.

د ايران دولتي خبري اژانس اېرنا د جنورۍ پر څلورمه د طبي بيړنيو حالاتو د ملي ادارې د مشر جعفر ميادفر له قوله وويل چې په غبرګو چاودنو کې ۸۴ کسان ووژل شول او ۲۸۴ ژوبل شوي دي.

دا دويم ځل دی چې ايراني چارواکي د وژل شويو شمېر کموي ځکه چې لومړی يې د وژل شویو شمېر ۱۰۳ یاد کړی وو خو وروسته یې ۹۵ ته ښکته کړ. د روغتیا وزیر وویل چې د زیات شمېر لامل دا وو چې په نوملړ کې د ځینو کسانو نومونه په تکراري ډول لیکل شوي ول.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وياند میتيو مېلر ويلي چې په هېواد یې په هغو چاودنو کې هېڅ لاس نه درلود او نه هم د اسراییلو د لاسوهنې دلیل موجود دی.

خو د ایران د ولسمشر ابراهیم ريیسي سیاسي مرستیال محمد جمشېدي وروسته وویل چې امریکا او اسراییل د دې "غميزې مسوولیت" پر غاړه لري.

د ايران عدليې ته نېږدې خبري اژانس میزان لیکلي چې چاودنې په کرمان ښار کې شوې دي. د قاسم سلیماني قبر په هم هغه ښار کې دی او هر کال یې تلین لمانځل کېږي. د معلوماتو له مخې دواړه چاودنې له یو بله د ۱۵ دقیقو په توپیر ترسره شوې وې.

د هغو چاودنو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

قاسم سليماني د ۲۰۲۰ز کال د جنورۍ پر درېيمه د بغداد په یوه څنډه کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. د هغه په جنازه کې زرګونه کسانو ګډون کړی وو چې پر مهال یې د ټېل ماټېل په پېښه لږترلږه ۵۶ کسان ووژل شول او تر ۲۰۰ زيات ژوبل شول.