کورمه کې پر مساپر وړونکي ګاډي په برید کې ۱ تن وژل شوی دی

د کورمې د پاړه چینار سیمې عمومي سړک یو پخوانی انځور.

پولیس وايي، په کورمه کې د سپرلیو پر ګاډي په وسلوال برید کې یو کس وژل شوی دی.

په کوزه کورمه کې د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د جنورۍ پر څلورمه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې برید د جنورۍ پر درېیمه شپې ناوخته د جندړي او ششو سیمو ترمینځ د ټل او پاړه چینار پر مرکزي سړک پر یو ټیکسي موټر شوی دی.

دی وايي چې وژل شوی کس د سدې اوسېدونکی وو.

چارواکی وايي چې اضافي امنیتي سرتېري د لارو د خوندیتوب لپاره ګزمې کوي خو وسلوال په تېښته کې بریالي شوي دي.

د حملې ذمه واري چا نه ده منلې خو د پولیسو چارواکي زیاته کړه چې د پېښې د لامل معلومولو هڅې کوي او سرتېرو سیمه په خپله ولکه کې اخیستې ده.

په کورمه کې له یوې مودې راهیسې پر مساپر وړونکو ګاډو حملې کېږي چې له کبله یې د شیعه ګانو او سنيانو ترمینځ ترینګلتیا زیاته شوې. د همدې په غبرګون کې د ډېسېمبر پر ۳۰مه د پیواړ د شیعه ګانو او د تنګي او میرمې سیمو د سنیانو ترمینځ نښته هم وشوه.

د جنورۍ پر لومړۍ نېټه پر مساپر وړونکو ګاډو په دوو جلا، جلا بریدونو کې درې سنیان ژوبل شول.

تر دې مخکې د ډېسېمبر پر ۳۰مه د کورمې په درانیو سیمو کې وسلوالو له پاړه چیناره پېښور ته پر لاره د شیعه مساپرو پر ګاډي برید وکړ چې پکې یو تن ژوبل شو.

داراز، د ډېسېمبر پر ۲۶مه د خیبر پښتونخوا په هنګو کې له پېښوره پاړه چینار ته پر تلونکي مساپر وړونکي ګاډي په برید کې دوه تنه ووژل او پینځه ژوبل شول. پولیسو وویل چې په برید کې شیعه ګانو او سنیانو دواړو ته مرګژوبله اوښتې وه.

پولیس وايي، پر مساپر وړونکو ګاډو یې تر بریدونو وروسته د عامه نظم زیانمنولو قانون د درېیمې مادې (۳ اېم پي او) له مخې شاوخوا ۵۰ مشکوک کسان نیولي او ورڅخه یې پلټنې پیل کړې دي.

اخوا د درانیو سیمې اوسېدونکو د خلکو ګرفتاریو پر ضد پر سړک پرلت وهلی دی او دریځ لري چې پولیسو یې ګناه کسان نیولي دي.

د کورمې شیعه او سني اوسېدونکو پر ګاډو د بریدونو پرضد مظاهرې هم کړې دي او مشرانو یې پر خلکو د ارام اوسېدو غږ کړی دی.