داعش په ایران کې د غبرګو چاودنو ذمه واري منلې ده

په کرمان کې ګڼ خلک د جنورۍ پر څلورمه د قاسم سلیماني د قبر پر لوري روان دي.

اسلامي دولت یا داعش ډلې په ایران کې د یو پخواني قومندان د څلورم تلین په مراسمو کې د هغو غبرګو چاودنو ذمه واري منلې ده چې پکې لږترلږه ۸۴ تنه ووژل شول.

داعش د جنورۍ پر څلورمه پر ټېلېګرام په بیان کې ویلي دي چې د هغې ډلې دوو غړو د انقلاب ساتونکي ځواک د قدس ډلې د پخواني قومندان قاسم سلیماني د تلین په مراسمو کې د ځانمرګي برید لپاره کارېدونکي "واسکټونه وچوول."

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د ولسمشر یوه سلاکار پر اسراييلو او امريکا د هغو چاودنو پړه واچوله.

د ولسمشر ابراهیم ريیسي سیاسي مرستیال محمد جمشېدي د جنورۍ پر څلورمه وویل چې امریکا او اسراییل د دې "غميزې مسوولیت" پر غاړه لري.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وياند میتيو مېلر ويلي چې په ايران کې یې په هغو چاودنو کې هېڅ لاس نه درلود او نه هم د اسراییلو د لاسوهنې دلیل موجود دی.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په ایران کې چاودنو لسګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې ده

د جنورۍ درېیمې چاودنو پر داسې مهال په سیمه کې د شخړې د پراخېدو وېره زیاته کړې ده چې اسراییلو په غزه تړانګه کې د حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، پرضد جګړې ته او په یمن کې مېشتو ایران پلویو حوثي یاغیانو په سره سمندرګي (بحیره احمر) کې پر کاروباري کښتیو حملو ته دوام ورکړی دی.

د ایران دولتي خبري اژانس اېرنا د جنورۍ پر څلورمه د روغتیايي بیړنیو چارو د ملي ادارې د مشر جعفر میعادفر له خولې وویل چې په جنوب ختیز ښار کرمان کې په چاودنو کې ۸۴ تنه وژل شوي او ۲۸۴ ژوبل دي.

دا دويم ځل وو چې ايراني چارواکي د وژل شويو شمېر کموي ځکه چې لومړی يې د وژل شویو شمېر ۱۰۳ یاد کړی وو خو وروسته یې ۹۵ ته ښکته کړ. د روغتیا وزیر وویل چې د زیات شمېر لامل دا وو چې په نوملړ کې د ځینو کسانو نومونه په تکراري ډول لیکل شوي ول.

د جنورۍ درېیمې د پېښې پرضد پرون په ایران کې ماتم اعلان شوی وو.

د ايران عدليې ته نېږدې خبري اژانس میزان ویلي ول چې چاودنې په کرمان ښار کې شوې دي. د قاسم سلیماني قبر په هم هغه ښار کې دی او هر کال یې تلین لمانځل کېږي. د معلوماتو له مخې دواړه چاودنې له یو بله د ۱۵ دقیقو په توپیر ترسره شوې وې.

قاسم سليماني د ۲۰۲۰ز کال د جنورۍ پر درېيمه د بغداد په یوه څنډه کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. د هغه په جنازه کې زرګونه کسانو ګډون کړی وو چې پر مهال یې د ټېل ماټېل په پېښه لږترلږه ۵۶ کسان ووژل شول او تر ۲۰۰ زيات ژوبل شول.