د کرمان د چاودنو په تړاو په ایران کې یوشمېر کسان نيول شوي دي

د جنورۍ پر دریمه روغتیايي کارکوونکي تر چاودنې وروسته ژوبل کسان روغتون ته انتقالوي.

د ايران امنیتي ځواکونو یوشمېر مشکوک کسان د کرمان د غبرګو چاودنو په تړاو نيولي دي.

د هغو بريدونو ذمه واري اسلامي دولت وسلوالې ډلې (داعش) منلې وه.

په کرمان کې د قدس ځواکونو د پخواني قوماندان قاسم سلېماني د تلین د مراسمو پر مهال د چهارشنبې په ورځ په غبرګو چاودنوکې لږترلږه ۸۴ کسان وژل شوي ول. د ايران ولسمشر ابراهیم ریسي د جنورۍ پر پينځمه د قربانيانو د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی وو.

سرکاري ټلویزیون د کرمان په سویل ختیځ ښار کې د جنازې په مراسمو کې د خلکو د "غچ اخیستو" غږونه وښودل چې دا په ایران کې د ۱۹۷۹ کال اسلامي انقلاب له پيله تراوسه تر ټولو خونړۍ چاودنې دي چې هدف يې د پخواني قومندان قاسم سليماني د تلين مراسم ول.

سلېماني په ۲۰۲۰ز کال د جنوري په درېیمه په عراق کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی وو.