افغان لوبډله د ۲۰ اووره سیالیو لپاره هند ته رسېدلې ده

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یوشمېر غړي د یوې سیالۍ پرمهال - پخوانی انځور.

افغانستان کرکټ بورډ وايي، ملي لوبډله هند ته رسېدلې چې هلته له کوربه لوبډلې سره د ۲۰ اووره سیالۍ وکړي.

کرکټ بورډ د جنورۍ پر شپږمه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې ابراهیم ځدراڼ د درو ۲۰ اووره سیالیو په لوبلړۍ کې د لوبډلې مشري کوي.

د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات مشال راډیو ته وویل، لوبډله به ژر په هند کې تمرین پیل کړي." د کرکټ ملي لوبډله هندوستان ته رسېدلې او له استراحت وروسته به خپل تمرینات پیل کړي."

ټاکل شوې ده چې د هند او افغانستان ترمینځ لومړۍ ۲۰ اووره سیالي د جنورۍ پر ۱۱مه د کابل پر وخت د ماښام پر شپږو او د پېښور پر شپږ نیمو بجو پیل شي.

د دواړو لوبډلو ترمینځ دویمه سیالي د جنورۍ پر ۱۴مه او درېیمه پر ۱۷مه نېټه کېږي.

افغانستان تېره اوونۍ له متحده عرب اماراتو د۲۰ اوورونو لوبلړۍ وګټله او تر دې مخکې یې د ۵۰ اووره سیالیو لوبلړۍ هم ترې ګټلې وه.