هند په لومړۍ ۲۰ اووره سیالۍ کې افغانستان ته په ۶ وېکټو ماتې ورکړه

عظمت الله عمرزی د هندي لوبغاړي په سوځېدو خوشالي کوي - د جنورۍ ۱۱مې انځور.

د هند د کرکټ ملي لوبډلې د درو ۲۰ اووره سیالیو په لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه.

د پنجاب د موهالي په لوبغالي کې سیالي د جنورۍ پر ۱۱مه د کابل پر وخت د ماښام پر شپږو او د پېښور پر شپږ نیمو بجو پیل شوه چې پکې پچه هند وګټله او افغانستان ته یې د توپوهنې (بیټېنګ) بلنه ورکړه.

افغان لوبډلې په پیل کې ښه بیټېنګ وکړ خو رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ په ۵۰ مجموعي منډو وسوځېدل. لږ ساعت وروسته پسې رحمت شاه هم په درو منډو وسوځېد.

تر هغې وروسته عظمت الله عمرزي او محمد نبي لوبې ته دوام ورکړ او د افغانستان مجموعي منډې یې تر ۱۲۵ ورسولې.

افغانستان په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د پینځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۸ منډې جوړې کړې. د افغان لوبډلې محمد نبي ۴۲، عمرزي ۲۹، ابراهیم ځدراڼ ۲۵ او ګربز ۲۳ منډې وکړې.

د هند اکشر پټېل او مکېش کمار دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې چې هند بیټېنګ پیل کړ نو لوبډلمشر روهېت شرما په دویم توپ یا بال د منډې اخیستو پر مهال وسوځېد. تر دې وروسته هند چټکه لوبه وکړه خو شوبمن ګېل د ۲۸ په مجموعي منډو وسوځېد.

تر هغې وروسته تېلک ورما او شېوم دوبې بیټېنګ ته دوام ورکړ. ورما ۲۶ منډې جوړې کړې او وسوځېد. تر هغه وروسته جېتېش شرما د دوبې ملګرتیا ته دوام ورکړ او ۳۱ منډې یې جوړې کړې.

رینکو سېنګ او دوبې خپله لوبډله په ۱۸م اوور کې بریا ته ورسوله. دوبې ۶۰ منډې جوړې کړې او ناسوځېدلی پاتې شو.

د افغانستان مجیب الرحمان دوه او عظمت الله عمرزي یو هندی لوبغاړی وسوځاوه.

ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمینځ دویمه سیالي د جنورۍ پر ۱۴مه او درېیمه پر ۱۷مه نېټه وشي.

افغانستان د ۲۰۲۳ز کال په پای او د روان کال په پیل کې له متحده عرب اماراتو د درو۲۰ اوورونو لوبلړۍ وګټله او تر دې مخکې یې د ۵۰ اووره سیالیو لوبلړۍ هم ترې ګټلې وه.