اصف حسين وايي ګڼو سندرغاړو ته يې سندرې جوړې کړې دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د دې اوونۍ د هارون باچا هنري ګړۍ خپرونې مېلمه د پېښور يو نوميالی هنرمند اصف حسين دی. نوموړی سندرغاړی، د موسيقۍ استاد او ترتیبوونکی دی. دی د يوې هنري کورنۍ دی او وايي چې مشران يې په ۱۹۴۷ز کال کې د هند له راجستانه پاکستان ته کډه شوي ول. نوموړی زياتوي، تقريباً ټولو پښتنو سندرغاړو ته يې سندرې جوړې کړې دي چې په وينا يې، ګڼې مشهورې شوې هم دي. په خپرونه کې د اصف حسين د ژوند او هنر په اړه غږېدلي یو او د ده جوړې کړې سندرې هم درخپروو.