محمود خان اڅکزی د مولانا فضل الرحمان په حق کې د پښین څوکۍ نوماندي پرېږدي

محمود خان اڅکزی (له کیڼ لوري لومړی) له مولانا فضل الرحمان سره د یوې ولسي غونډې پر مهال - پخوانی انځور.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی د قامي اسمبلۍ د ۲۶۵مې حلقې پر څوکۍ د جمعیت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان په حق کې له نوماندۍ لاس اخیستی دی.

هغه ګوند د جنورۍ پر ۱۲مه په بیان کې ویلي دي چې اڅکزی له پښینه د قامي اسمبلۍ د ۲۶۵مې حلقې پر څوکۍ د مولانا فضل الرحمان پر وړاندې انتخاباتو کې مقابله نه کوي.

د ګوند صوبایي مشر عبدالقهار خان ودان مشال راډیو ته وویل چې د پښتونخوا ملي عوامي مشرتابه په پښین کې د خپل متبادل احتمالي نوماند سید شراف اغا د کښېنولو تر څنګ د اڅکزي د نوماندۍ اسنادو بېرته اخیستو امر کړی دی.

په پاکستان کې اکثر د ګوندونو مشران یا مخکښه څهرې له یوې څخه زیاتو څوکیو ته نوماندېږي، خو د قانون له مخې، تر بریا وروسته یوازې د یوې حلقې د خلکو استازیتوب کولای شي او نورې څوکۍ به پرېږدي چې د هغو د ډکولو لپاره بیا انتخابات کېږي.

کله چې یو کس تر یوې زیاتو څوکیو ته نوماندېږي نو په اسنادو کې د یو متبادل نوماند نوم هم ورکوي چې هغه بیا په دویم ځل انتخاباتو کې له نورو امېدوارانو سره مقابله کوي.

مولانا فضل الرحمان دا ځل په انتخاباتو کې د خپلې پلرنۍ سیمې ډېره اسماعیل خان ترڅنګ د بلوچستان له پښتون مېشتې سیمې پښین څخه هم د قامي اسمبلۍ څوکۍ انتخاباتو لپاره د نوماندۍ اسناد دایر کړي دي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن وايي چې د فبرورۍ اتمې د ټولټاکنو لپاره د نوماندانو وروستی نوملړ د جنورۍ پر ۱۳مه اعلانوي.