په صوابۍ کې وسلوالو د صوبايي اسمبلۍ د څوکۍ احتمالي نوماند وژلی دی

په پاکستان کې ګوندونو او خپلواکه احتمالي نوماندانو انتخاباتي کیمپېنونه پيل کړي دي ـ د جنورۍ نهمې انځور.

د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې وسلوالو د تحریک انصاف سیاستوال او د انتخاباتو احتمالي نوماند ویشتلی دی.

د سیمې پولیسو په یو بیان کې ویلي دي چې وسلوالو د جنورۍ پر ۱۱مه په صوابۍ اډه کې د خیبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ د څوکۍ لپاره احتمالي نوماند شاه خالد پر ګاډي ډزې وکړې، هغه یې وواژه او وتښتېدل.

پر نوموړي د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو پولیس وايي چې د پېښې پلټنې کوي.

دا پېښه تر هغې څو ساعته وروسته شوې چې په شمالي وزیرستان کې په وسلوال برید کې د صوبايي اسمبلۍ یو ازاد احتمالي کاندید کلیم الله په ګډون درې کسان ووژل شول.

پر هم هغه ورځ په یوه بل برید کې د بلوچستان په تربت کې د مسلم لیګ (ن) احتمالي نوماند هم ټپي شوی وو.

ټاکل شوې ده چې په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه انتخابات وشي. په دې کې د برخې اخیستو لپاره ګوندونو او نوماندانو کیمپېنونه پیل کړي دي.

تر دې وړاندې د شمالي وزیرستان د میرامشا په تپي سیمه کې د قامي اسمبلۍ د پخواني غړي او ملي جمهوري غورځنګ د مشر محسن داوړ پر کاروان برید وشو چې هغه ورڅخه روغ ووت.

دا راز د ډېسېمبر پر ۳۱ مه په ډېره اسماعیل خان کې د جمعیت علمای اسلام (ف) د مشر مولانا فضل الرحمان پر کاروان هم ډزې شوې وې چې هغه پکې خوندي پاتې شوی وو.