ایران په یمن کې پر حوثیانو د امریکا او برتانیا بریدونه غندلې دي

د برتانیا یوه الوتکه په یمن کې د حوثیانو پر اهدافو د برید لپاره الوتنه کوي ـ د جنورۍ ۱۱مې انځور.

ایران په یمن کې د تهران ملاتړ لونکو حوثي یاغیانو پر اهدافو امريکايي او برتانوي ځواکونو بریدونه غندلي دي.

دې ګام ټوله نړۍ په منځني ختيز کې د مخ په زياتېدونکې شخړې په اړه له ويرې سره مخ کړې، ځکه چې هلته په غزې تړانګه کې هم جګړې زور اخیستی دی.

د امريکا ولسمشر جو بايډن په يو بيان کې ویلي دي چې د دې ګام هدف دا ښوول دي چې امريکا او متحدان به يې په سره سمندرګي کې د ياغيانو ډلې هغه مخ په زياتېدونکي بريدونه کله هم ونه زغمي چې د تګ راتګ ازادي ګواښي او امريکايي عمله يا ولسي وګړي له خطر سره مخ کوي.

ياغيانو ويلي دي چې په هغو هوايي بريدونو کې لږترلږه پينځه کسان وژل شوي دي. دا بريدونه په هغه سيمه کې شوي چې د امریکا او اروپایي ټولنې له خوا ترهګرې ګرځول شوې ډلې حماس او اسرايل ترمینځ د جګړې له کبله له وړاندې ځپل شوې ده.

د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت شورا وياند جان کېربي ويلي دي چې ولسمشر بايډن وروسته له هغې د دغه حملو منظوري ورکړه چې د جنورۍ پر نهمه د امريکا او برتانيا سمندري ځواکونو د حوثيانو حمله په شا وتنبوله او له يمن څخه د سره سمندرګي د جنوب پر لور د حوثیانو ډرون او ميزالې يې راوغورځولې.

کېربي وايي چې امريکا له يمن سره څه قسمه جګړه يا شخړه نه غواړي خو د لا نورو ګامونو له پورته کولو به ډډه و نه کړي.