تحریک انصاف وايي د بیټ له نخښې پرته هم انتخاباتي کیمپېن کوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پاکستان تحریک انصاف په داسې حال کې د فبرورۍ اتمې انتخاباتو لپاره کیمپېن پیل کړی دی چې سپریم کورټ د انتخاباتي کمېشن د اقدام په حق کې فیصله ورکړه او هغه ګوند ته یې د کرکټ بیټ (بلې) انتخابي نخښې کارولو اجازه ور نه کړه. د ګوند سیاستوالانو د جنورۍ پر ۱۴مه په کراچۍ کې د کیمپېن پیل په لاریون وکړ او و یې ول چې پر خپلې نخښې نه لرلو سربېره په انتخاباتو کې ګډون کوي. په همدې حال کې د تحریک انصاف د کراچۍ مشران وايي، پولیسو یې د ګوند تر غونډې مخکې شاوخوا ۲۵ غړي نیولي دي. دوی د جنورۍ پر ۱۴مه وویل چې د ښار په صفوره سیمه کې د تحریک انصاف د یوه غړي په کور کې غونډه روانه وه چې پولیسو ورباندې چاپه ووهله. خو د کراچۍ د پولیسو یو مشر سید عرفان بهادر په یو بیان کې دا تور رد کړی او ویلي یې دي چې پولیسو د تحریک انصاف هېڅ غړی نه دی نیولی. د کیمپېن په اړه ویډیويي رپورټ.