د پاکستان حکومت د پېټرولو نرخ کم کړی دی

په اسلام اباد کې د پېټرولو په پمپ کې ځینې کسان په خپلو ګاډو کې تېل اچوي ـ پخواانی انځور.

د پاکستان نګران حکومت د پېټرولو د یو لیټر بیه اته روپۍ کمه کړې ده.

د خزانې وزارت د جنورۍ پر ۱۶مه په یوه اعلامیه کې وویل چې له دې سره د یو لیټر پېټرولو بیه ۲۶۰ روپۍ ته ښکته شوې. البته وزارت د یو لیټر ډیزلو نرخ د پخوا په څېر ۲۷۵ روپۍ ساتلی دی او پکې یې بدلون نه دی کړی.

د حکومت په وینا، د جنورۍ له ۱۶مې څخه به د میاشتې تر پای پورې پېټرول په نوې بیه خرڅېږي.

په عین حال کې د پاکستان د بجلۍ د اخیستو مرکزي ادارې (سنټرل پاور پرچېسېنګ اېجنسۍ) د جنورۍ پر ۱۵مه په یو درخواست کې د برېښنا د نظم له قامي ادارې (نیپرا) څخه غوښتي چې د بجلۍ نرخ دې د یو یونټ پر سر پینځه روپۍ زیاته کړي. ټاکل شوې چې په دې اړه وروستۍ پرېکړه د جنورۍ پر ۳۱مه وشي.

په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا ځینو اوسېدونکو مشال راډيو ته وویل چې دا ډول اقدامات یې په ګټه نه تمامېږي چې حکومت یو شی ارزانوي او بل ګرانوي.

دا په داسې حال کې ده چې په خیبر پښتونخوا کې د یخنۍ په زیاتېدو لنډ مهالي حکومت د جنورۍ له پینځمې تر۳۱مې د طبیعي ګیس سي اېن جي پمپونه تړلي دي.

حکومت ویلي دي چې دا کار په کورونو کې د ګیس ضرورت پوره کولو لپاره کړی دی خو د رکشو او ټېکسي ډرېوران وايي چې حکومتي اقدام یې کاروبار زیانمن کړی دی.

پاکستان د پیسو د نړیوال صندوق (ای اېم اېف) د پور د شرطونو پوره کولو لپاره په پړاوونو کې د برېښنا، تېلو او ګیس په بیو کې دولتي رعایت ختمولو ته دوام ورکړی دی چې ورسره د انرژۍ بیې خورا لوړې شوې چې پرضد یې خلکو او ګوندونو مظاهرې هم کړې وې.