پاکستان له ای اېم اېف څخه د څه باندې ۷۰۰ مېليونه ډالرو پور ترلاسه کړی دی

په پاکستان کې يو صراف امريکايي ډالر شمېري ـ پخوانی انځور

پاکستان د پيسو له نړيوال صندوق (ای اېم اېف) څخه د ۷۰۵ اعشاريه شپږ مېليونه ډالرو پور ترلاسه کړی دی.

د پاکستان مرکزي دولتي بانک (سټېټ بېنک اف پاکستان) د جنورۍ پر ۱۷مه پر خپله اېکس پاڼه په بيان کې ليکلي چې ای اېم اېف د جنورۍ پر ۱۱مه د خپل اجراييوي بورډ لخوا د پاکستان د اقتصادي اصلاحاتو د پروګرام د لومړۍ بیاکتنې تر بشپړه کېدو او هغه هېواد ته يې په سمدستي توګه د پور د دویم قسط ورکولو له اجازې وروسته دا پیسې ورکړي دي.

بلخوا، متحده عربي اماراتو هم تایید کړې چې د پاکستان په مرکزي دولتي بانک کې به دوه اربه ډالره د نور یو کال لپاره پرېږدي.

پاکستان ته د پور د اوسني قسط د ورکړې په اړه د پیسو د نړیوال صندوق (ای اېم اېف) د مامورینو یوې ډلې او پاکستانیو چارواکو ترمینځ موافقه د ۲۰۲۳ز کال په نومبر کې شوې وه.

هغه مهال ای اېم اېف په بیان کې ویلي ول چې هغه موافقه د اجراییوي بورډ منظورۍ ته اړتیا لري چې تر هغې وروسته به پاکستان ته ۷۰۰ مېلیونه ډالر ورکړي.

د ای اېم اېف له تازه قسط سره پاکستان ته د نهه میاشتني پروګرام په لړ کې ورکړل شوی پور ۱.۹ اربه ډالرو ته رسېدلی دی.

د ای اېم اېف اجراییوي ډلې د ۲۰۲۳ز کال د جولای پر ۱۲مه پاکستان ته د درې اربه ډالرو نهه میاشتنی پروګرام تایید کړ چې ورسره سم یې هغه هېواد ته د پور لومړی قسط، چې ۱.۲ اربه ډالر جوړېده، ورکړ.

اسلام اباد له هغه وخت راهیسې د پور د شرطونو پوره کولو لپاره په پړاوونو کې د برېښنا، تېلو او ګیس په بیو کې دولتي رعایت ختمولو ته دوام ورکړی دی چې ورسره د انرژۍ بیې خورا لوړې شوې چې پرضد یې خلکو او ګوندونو مظاهرې هم کړې وې.

دا هم وګورئ:

ایا پاکستان د چين ۶۷ اربه ډالر پور ادا کولی شي؟ ای اېم اېف پاکستان ته د ۷۰۰ مېليونه ډالرو پور ورکولو منظوري ورکړې دهپاکستان کې د برېښنا ګردشي قرضه ۲،۳۰۰ اربه روپيو ته رسېدلې دهانوار الحق کاکړ د ای اېم اېف له مشرې سره پر اقتصادي مسلو غږېدلی دی

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي بحران سره مخامخ دی او په هم هغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق سره د شپږو اربو ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.

اسلام اباد له اوږدې مودې راهیسې له ای اېم اېف څخه د پور د نهم قسط ترلاسه کولو هڅې کولې خو د ۲۰۲۲ز کال له نومبر راهیسې هغه پروګرام د ځنډ ښکار وو.

په دې ترڅ کې د پخواني وزیراعظم شهباز شريف ترڅنګ د پاکستان لوړپوړو چارواکو د ای اېم اېف له مشرانو سره یوشمېر ناستې وکړې او د پیسو د نړیوال صندوق د شرطونو پوره کولو لپاره يې ګامونه پورته کړل.

په دې اقداماتو کې د انرژۍ د بیو لوړول، د حکومتي لګښتونو کمولو لپاره د کفایت شعارۍ پروګرام او د ۲۰۲۳-۲۰۲۴ز مالي کال په بجټ کې د ۲۱۵ اربه روپيو نویو ټېکسونو لګول شامل دي.