د طالبانو حکومت وايي سږ کال افغانستان کې د پولیو ناروغۍ ختمولو ته هیله من دی

په افغانستان کې ښځينه واکسيناتورانې ماشومانو ته پوليو ضد څاڅکي ورکوي ـ پخوانی انځور

د طالبانو د حکومت د روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد هیله څرګنده کړې ده چې روان ۲۰۲۴ز کال به د افغانستان لپاره د پولیو يا ګوزڼ د ناروغۍ ختمولو او کنټرول وروستی کال وي.

باختر خبري اژانس، چې طالبان یې اداره کوي، په یوه راپورکې وایي چې عباد دغه څرګندونې د جنورۍ پر ۱۷مه د پولیو ناروغۍ د ارزونې او همغږۍ هغې کلنۍ غونډې ته وکړې چې د وزارت پر چارواکو سربېره د روغتیا د نړیوال سازمان استازو او روغتیا پالانو ګډون پکې کړی وو.

عباد زياته کړه چې په وروستیو دوو کلونو کې په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ اته مثبتې پېښې ثبت شوي چې دا د ده په خبره د پولیو یا ګوزڼ د ناروغۍ په کنټرول او مخنیوي کې یوه لويه لاسته راوړنه ده.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر همدارنګه وویل چې وزارت یې د خپلو شریکانو په ملتیا په پام کې لري چې په روان ۲۰۲۴ز کال کې په ټول افغانستان کې د پولیو واکسین څلور کيمپېنونه ترسره کړي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې د پولیو وایرس لا هم پکې شته. په ۲۰۲۳ز کال کې په پاکستان کې شپږ ماشومان پولیو وهلي ول چې څلور پکې د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند صوبې ول.