د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي چې یوه بسته (پیکیج) بشري مرستې یې کابل ته لېږدولې دي.
د روسیې تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ پر ۱۸مه په یوه اعلامیه کې وویل چې د روسیې د اضطراري حالاتو یوې ځانګړې الوتکې د خوراکي موادو په ګډون دغه ۳۳ ټنه بشري مرستې کابل ته لېږدولې دي.
روسیې تر دې وړاندې هم وخت په وخت افغانستان ته بشري مرستې استولي دي.
په اعلامیه کې راغلي چې مسکو د افغانستان له خلکو سره خپلو بلاعوضه مرستو ته دوام ورکوي.
د روسیې په ګډون د نړۍ هېڅ یوه هېواد لا د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو روسیه له هغو یو څو هېوادونو څخه یوه ده د طالبانو ډېپلوماتان یې منلي دي.
ملګري ملتونه وايي چې په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم له هغه هېواد سره نړیوالې مرستې کمې شوې، هلته اقتصادي وضعیت خراب شو او بې کاري زیاته شوه چې له کبله یې د بې وزلۍ کچ هم لوړ شوی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) اوچا په وروستیو کې اټکل وکړ چې په ۲۰۲۴ز کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۱۵،۸ مېلیونه خلک له غذايي نامصوونیت سره مخامخ شي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي چې کافي او غذاییت لرونکو خوړو ته لاسرسی نه لرل غذايي نامصوونیت بلل کېږي. د هغې ادارې په وینا، کافي او غذاییت لرونکي خواړه د انسانانو د بدني او ذهني ودې او فعاله او صحتمند ژوند لپاره اړین وي.
اوچا د جنورۍ پر ۱۴مه په بیان کې ویلي دي چې له نړیوالې ټولنې څخه دوامداره مرستو ته اړتیا لري چې دا ډاډ ترلاسه شي چې افغان کورنۍ خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړای شي او په هغه هېواد کې د لوږې مخه ونیول شي.