د پاکستان انتخاباتو ته تر ۱۷،۸۰۰ زیات کسان نوماندان دي

په راولپېنډۍ کې د انتخاباتي کمېشن دفتر پر دیوال د نوماندانو د نخښو انځورونه لګېدلي دي ـ د جنورۍ ۱۵مې انځور.

د پاکستان ټاکنو کمېشن وايي، د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې د قامي او صوبایي اسمبلیو د څوکیو لپاره څه باندې ۱۷،۸۰۰ کسان نوماندان دي او په خپلو کې سیالي کوي.

کمېشن د جنورۍ پر ۱۹مه د نوماندانو په وروستي نوملړ کې ویلي چې ۱۱،۷۸۵ نوماندان په خپلواکه توګه انتخاباتو ته ولاړ دي.

د نوملړ له مخې، د قامي اسمبلۍ (ولسي جرګې) عمومې څوکيو لپاره ۵،۱۲۱ کانديدان سيالي کوي چې پکې ۴،۸۰۷ سړي، ۳۱۲ ښځې او دوه نرښځیان دي.

د صوبايي اسمبلۍ څوکيو لپاره ۱۲،۱۲۳ سړي، ۵۷۰ ښځې او دوه نرښځيان نوماندان دي.

د پاکستان د اساسي قانون یا ایین له مخې په قامي اسمبلۍ کې د عمومي څوکیو (جنرل سیټونو) شمېر ۲۶۶ دی او د دې ترڅنګ پکې ښځو ته ۶۰ او لږکیو ته ۱۰ څوکۍ ځانګړې شوې دي چې ورسره په اسمبلۍ کې د څوکیو مجموعي شمېر ۳۳۶ ته رسي. په قامي اسمبلۍ کې د پنجاب ۱۴۱، د سیند ۶۱، د خیبر پښتونخوا ۴۵، د بلوچستان ۱۶ او د اسلام اباد درې عمومي څوکۍ دي.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د صوبو د استازو شمېر د ابادۍ یا نفوسو پر اساس ټاکل کېږي خو په سېنېټ کې ټولې صوبې مساوي څوکۍ لري. په بله معنا، د هرې صوبې ابادي چې لوړه وي هغه په قامي اسمبلۍ کې زیاتې څوکۍ لري.

همدا لامل دی چې په قامي اسمبلۍ کې د پنجاب څوکۍ تر ټولو زیاتې او د بلوچستان هغه تر ټولو کمې دي. داراز، اسلام اباد د وفاقي پلازمېنې په توګه په قامي اسمبلۍ او سېنېټ کې خپلې څوکۍ لري.

دا راز د خیبر پښتونخوا صوبايي اسمبلي ۱۱۵، د پنجاب اسمبلي ۲۹۷، د سیند اسمبلي ۱۳۰ او د بلوچستان اسمبلۍ۵۱ عمومي څوکۍ لري. پر دې برسېره په څلورواړه صوبایي اسمبلیو کې د ښځو لپاره ۱۳۲ او د لږکیو لپاره ۲۴ ځانګړې څوکۍ دي.

د پاکستان په سږنیو ټاکنو کې تر ۱۲ کروړه او ۸۵ لکو زيات کسان خپلې رایې کارولای شي.