د پاکستان د مخابراتو ادارې (پاکستان ټېلېکمیونیکېشن اتارټي یا پي ټي اې) دعوه کړې ده چې په هغه هېواد کې د تخنيکي خرابۍ له وجې انټرنېټي خدمات ټکني شوي ول.
هغې ادارې د جنورۍ پر ۲۰مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي چې انټرنېټ تر لږ ځنډ وروسته بحال شو.
خو په نړۍ کې د انټرنېټ د څارنې ادارې نېټ بلاکس پر اېکس ليکلي دي چې په پاکستان کې د جنورۍ پر ۲۰مه د تحریک انصاف ګوند د انلاین جلسې پر مهال يوټیوب، فېسبوک، اېکس او انسټاګرام کار نه کاوه. په جلسه کې په زرګونو کسانو برخه اخیستې وه او په لسګونو زرو خلکو پر يوټيوب کتله.
⚠️ Confirmed: Live metrics show a nation-scale disruption to social media platforms across #Pakistan, including X/Twitter, Facebook, Instagram and YouTube; the incident comes as persecuted opposition leader Imran Khan%27s political party, PTI, launches its second virtual gathering pic.twitter.com/lwl24Kv5td
— NetBlocks (@netblocks) January 20, 2024
تحريک انصاف ادعا کوي چې پولیس یې پر ولسي غونډو ته نه پرېږدي نو ځکه پرلیکه یا انلاین جلسو ته اړ دي.
هغه ګوند خپله لومړۍ انټرنېټي غونډه د جنورۍ پر اوومه کړې وه. هغه مهال هم په پاکستان کې د انټرنېټ بندېدو راپورونه مخې ته راغلي ول.
خو د پاکستان نګران حکومت وايي د بیان ازادۍ ته ژمن دی او دا ردوي چې ګواکې د تحريک انصاف مشرانو د ويناوو مخنيوي کوښښ یې کړی دی.
د ۲۰۲۳ز کال د مې پر نهمه د تحريک انصاف غړو د خپل مشر عمران خان د نیول کېدو پر ضد د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې کړې وي چې پر مهال یې ځينو حکومتي او پوځي ودانیوو ته زیان رسېدلی وو.
تر دې وروسته د تحريک انصاف ګڼ غړي او مشران نيول شوي او پر ټېلېوېژن یې په ژوندۍ بڼه جلسې نه خپريږي.
په پاکستان کې حکومت په ځینې ځانګړو ورځو او وختونو کې انټرنېټي خدمات بندوي او دریځ لري چې دا کار په امنیت کې مرسته کوي خو د بشري حقونو ادارې دا د بیان او شخصۍ ازادیو پر ضد بولي.
په قبایلي ضلعو کې هم خلک وخت په وخت د انټرنېټ ځنډېدو شکایتونه کوي.
خو امنیتي او انتظامي چارواکي دریځ لري چې د وسلوالو پرضد د عملیاتو او داراز، د وسلوالو د فعالیتونو مخنیوي لپاره د لنډې مودې لپاره موبایل ټېلېفون او انټرنېټ تړل اړین دي.
په پاکستان کې په لومړي ځل په ۲۰۱۲ز کال کې د هغه وخت حکومت د اختر پر ورځ انټرنېټ بند کړی وو. تر هغې وروسته حکومتونه وخت په وخت په هغه هېواد کې انټرنېټ په ځینو ورځو یا وختونو کې بندوي او یا ورته د خلکو لاسرسی محدودوي.