امریکا وايي عراق کې د ایران پلویو وسلوالو برید کې امریکایان ژوبل شوي دي

د عراق په الاسد پوخي مرکز کې د امریکا پوځي ګاډي ولاړ دي ـ پخوانی انځور.

امریکا وايي، ایران پلویو وسلوالو د عراق په لویدیځ کې پر یو هوايي اډه په برید کې امریکايان او عراقیان ټپي کړي دي.

د امریکا پوځ ویلي دي چې وسلوالو د جنورۍ پر ۲۰مه ماښام مهال پر الاسد هوایي مرکز د بیلېسټېک توغندیو برید وکړ چې پکې یو عراقی کارکوونکي او یوشمېر امریکايي کارمندان ژوبل شوي دي.

د عراق په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۲،۵۰۰ امریکايي سرتېري پراته دي چې هلته له حکومتي ځواکونو سره د امنیت په ساتلو کې مرسته کوي.

په وروستیو کې ایران پلویو وسلوالو په غزې تړانګه کې د اسراییلي پوځ د عملیاتو په غبرګون کې په عراق او شام کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه زیات کړي دي.

له دې پرته ایراني حکومت د جنورۍ پر ۱۵مه په سوریه (شام) او عراق کې د توغندیو د بریدونو خبر هم ورکړی وو.

ایرانیو رسنیو ويلي ول چې په هغو بریدونو کې په شام کې د اسريیلو استخباراتي دفتر په نښه شوی او په شام کې د داعش مرکزونه ویشتل شوي دي.

عراقیو چارواکو د استخباراتي مرکز شتون بې بنیاده ادعا بللې وه او احتجاجاً یې خپل سفیر له تهرانه ورغوښتی وو.