لیزا کرټس: واشنګټن د ایران او پاکستان ترمینځ د ترینګلتیا زیاتېدل نه غواړي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د امریکا د بهرنیو چارو د تګلارې او ملي امنیت چارو پوهه لیزا کرټس وايي، واشنګټن د تهران او اسلام اباد ترمینځ ترینګلتیا اندېښمن کړی دی او نه غواړي چې حالات له کنټروله وځي او ترینګلتیا زیاته شي. نوموړې دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې د جنورۍ پر ۱۶مه ایران د پاکستان پر خاوره برید وکړ او و یې ویل چې د وسلوالو پټنځایونه یې په نښه کړي دي. د پاکستان حکومت د جنورۍ پر ۱۸مه د ایران په سیستان – بلوچستان کې د وسلوالو پر مرکزونو د برید خبر ورکړ. د امریکا غږ ډیوه راډیو خبریال افتخار حسین له لیزا کرټس سره مرکه کړې چې نصر الله خان او وږمې جاله وان ژباړلې ده.