د غزې په خان يونس کې درنه جګړه شوې ده

په خان یونس کې تر برید وروسته له هغه ځایه لوګی خېژي - د جنورۍ ۲۴مې انځور.

د غزه تړانګې په دویم لوی ښار خان یونس کې سخته جګړه روانه ده.

د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي د ټانکونو په حملو کې د بې کوره شويو فلسطینیانو یو پناه ځای هم په نښه شوی چې پکې لږترلږه نهه تنه وژل شوي او ۷۵ ژوبل شوې دي.

اسراییلي پوځ د جنورۍ پر ۲۴مه د خان یونس تر محاصرې یوه ورځ وروسته ویلي چې په هغه ښار کې یې عسکر د وسلوالو خلاف جګړه کوي.

په وروستیو ورځو کې زرګونو خلکو د مصر له پولې سره نېږدې په جنوبي سیمو کې په کیمپونو او خیمو کې پناه اخیستې. بلخوا د روانې جګړې له وجې په زرګونه نور د خان یونس په تر ټولو لوی روغتون کې بند پاتې دي.

په غزه کې د صحت وزارت وایي د اکتوبر له اوومې راهیسې ۲۵،۴۰۰ کسان وژل شوي دي او شاوخوا ۶۳،۰۰۰ ژوبل دي.

پر هغه ورځ، وسلوالې ډلې حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، د اسراییلو پر جنوبي سیمو بریدونه وکړل، ۱،۲۰۰ اسراییلیان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ تنه یې یرغمل کړل. له هغو يرغمل شويو څخه یې ځينې تر يو جوړجاړي وروسته خوشې شوي دي.