بلال خان بلال وايي "اهنګ کده" کې خلک د رباب تر څنګ ګېټار هم زده کوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا د ملاکنډ يو ځوان او تعليم يافته رباب غږوونکی بلال خان بلال دی. نوموړی په اسلام اباد کې د "اهنګ کده" په نوم د موسيقۍ، په تېره د رباب د زده کړې يو مرکز چلوي. ده او ملګرو يې د جنورۍ پر ۱۹مه د هغې مرکز شپږمه کليزه ولمانځله. بلال خوښ دی چې په تېرو کلونو کې يې يوشمېر شاګردان روزلي او مرکز يې اوس د پخوا پرتله زيات فعاله دی. د بلال خان بلال دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.