د اروپا ۳ هېوادونو د ایران ثریا سپوږمکۍ توغول غندلي دي

د ایران انقلاب ساتونکي ځواک سپوږمکۍ وړونکی "قایم۱۰۰" راکټ ـ انځور له ارشیفه.

بريتانيا، فرانسې او جرمني د ایران له خوا د "ثریا" سپوږمکۍ توغول غندلي دي.

یادو هېوادونو د جنورۍ په ۲۶مه په ګډه اعلامیه کې وویل چې تهران د "قایم ۱۰۰" راکټ لپاره د اوږد واټنه بېلېسټیک توغندیو د پراختیا ټیکنالوژي کاروي.

په بیان کې راغلي دي چې له دې لارې تهران کولای شي چې د اوږد واټن ویشتونکې وسلې استعمال کړي.

په بیان کې راغلي دي "موږ ژمن یو چې د ایران د اټومي وسلو د جوړولو د مخنیوي لپاره هر ډیپلوماتیک ګام پورته کړو او ایران په سیمه ییز او نړیواله کچه د بې ثباته کولو لپاره ذمه واره وګرځوو. موږ هر ډیپلوماټیک ګام پورته کولو ته ژمن یو، ترڅو د ایران د اټومي وسلو د پراختیا مخه ونیسو او په سیمه او نړیواله کچه د بې ثباته کونکو فعالیتونو حساب ورکولو ته تهران پابند کړو."

ایران ثریا سپوږمکۍ د انقلاب ساتونکي ځواک اړوند د قایم ۱۰۰ په نوم راکټ له لارې وتوغوله او اعلان یې وکړ چې هغه سپوږمکۍ له ځمکې څخه ۷۵۰ کیلومیتره لېرې په مدار کې ځای په ځای شوه.