په پاکستان کې د کاناډا سفیره وايي په تېرو څه باندې دوو کلونو کې یې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه ۴۳،۰۰۰ افغانې کورنۍ کاناډا ته لېږدولې دي.
لېزلي سکېنلن د جنورۍ پر ۲۷مه په اسلام اباد کې د عاصمه جهانګير بنسټ له خوا جوړ شوي سیمینار ته وویل چې په هغو کورنیو کې ۲۱،۰۰۰ له پاکستانه لېږدول شوې دي.
هغې زیاته کړه چې حکومت یې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د نجونو پر تعليم او د ښځو پر کار د بندیز له امله غمجن دی خو د افغانانو د باعزته ژوند کولو د حق لپاره د هغوی ملاتړ جاري ساتي.
[This conference is supported by #CFLI]Canadian High Commissioner to Pakistan H. E. Ms. Leslie Scanlon reiterates Canada%27s support to Afghan nationals in lieu of the humanitarian crisis in #Afghanistan under #Taliban rule.@CanHCPakistan #CanadaFund #AfghanVoices #ZamungHaq pic.twitter.com/r0TjIFJpzZ
— Voicepk.net (@voicepkdotnet) January 28, 2024
طالبان د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان واکمن شول او له هغه وخت راهیسې یې د نجونو پر تعليم، د ښځو پر کار، پر رسنيو، خبریالانو، هنرمندانو، د بشري حقونو پر فعالانو او سیاسي ګوندونو بېلابېل بندیزونه او محدودیتونه لګولي دي.
له هغه وخت راهیسې ګڼ افغانان، چې پخواني سرتېري هم پکې شامل دي، د ژوند خوندي کولو لپاره کاناډا او نورو هېوادونو ته کډه شوي دي.
بلخوا په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت وايي د پاکستان حکومت په تېره یوه میاشت کې ۷،۵۳۵ افغانان یوازې د سپین بولدک له لارې خپل هېواد ته ستانه کړي دي.
وزارت د جنورۍ پر ۲۷مه پر اېکس ليکلي دي چې د هغو تر څنګ ۳۰۵ افغانان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته لېږدول شوي دي.
پاکستان د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر په مياشت کې اعلان وکړ چې د نومبر له لومړۍ نېټې څخه له هېواده د بې اسناده بهرنیانو، چې لوی اکثریت یې افغانان دي، ایستل پیلوي. خو ځيني ستنو شويو افغانانو مشال راډيو ته ويلي چې د اسنادو درلودو سربېره هم له پاکستانه شړل شوي دي.
د طالبانو حکومت ویلي چې پاکستان د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې تر اتو لکو زیات افغانان ایستلي دي. ملګرو ملتونو ويلي دي چې د هغو افغانانو د ژوند اساسي اړتیاوو پوره کولو ورته د سرپناوو برابرولو لپاره له نړیوالې ټولنې څخه مالي مرستو ته ضرورت لري.