تحریک انصاف وایي پولیسو یې ۲۵ پلویان نیولي دي

تحریک انصاف دعوه کوي چې پولیس یې غړي د انتخاباتو کمپېن مخنيوي لپاره نيسي ـ د جنورۍ ۲۸مې انځور.

تحريک انصاف وايي په کراچۍ کې یې پولیسو ۲۵ غړي نيولي او د دوی پر جلسه یې اوښکې بهوونکی ګېس کارولی دی.

د تحريک انصاف يوې ځايي مشرې زهره ندیم د جنورۍ پر ۲۸مه د پولیسو سره تر نښتو لږ وروسته مشال راډيو ته وويل چې په قصدي ډول دوی کمپېين کولو ته نه پرېښودل کېږي."د ټولو ګوندونو انتخاباتي کمپېن روان دی، د تحريک انصاف لار ولې نیول کېږي؟ د نورو ګوندونو کمپېن پر سرکاري خرڅه روان دی او موږ هېڅ ته نه پرېښودل کېږو. موږ نن پرامنه لاریون کاوه او د دې لپاره مو د مخکې نه اجازت هم اخیستې وو، خو بیا یې هم پرېنښودو."

خو د کراچۍ پولیس دعوه کوي چې د تحريک انصاف غړي يې ځکه نيولي چې هغوی کاڼي ورول او ۱۰ پولیسان یې زخميان کړل.

د پوليسو یو مشر ذولفقار شاه د جنورۍ پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې د تحریک انصاف پر پلویانو یې مقدمې دایرې کړې دي او شاوخوا ۲۰ کسان یې نیولي دي.

خو تحريک انصاف په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د دوی له ګوند سره "تعصب" روان دی او پولیسو یې غړي د انتخاباتو د کمپېن جلسې مخنيوي لپاره نيولي دي.