د افغانستان او سري لنکا ترمینځ د ټېسټ کرکټ سیالي د فبرورۍ پر دویمه پیلېږي

د سري لنکا ځینې لوبغاړي د تمرین پر مهال - د فبرورۍ لومړۍ نېټې انځور.

د افغانستان او سري لنکا د کرکټ ملي لوبډلې د فبرورۍ پر دويمه په ټېسټ يا پينځه ورځنۍ سيالۍ کې یو بل ته مخامخېږي.

افغان لوبډله د هغې سيالۍ لپاره د سري لنکا پلازمېنې کولمبو ته رسېدلې ده. د افغانستان کرکټ بورډ ويلي چې تر ټېسټ وروسته به افغان لوبډله له کوربه سري لنکا سره درې ۵۰ اووره يا يو ورځنۍ او درې ۲۰ اووره سيالۍ هم وکړي.

د دواړو لوبډلو ترمينځ يو ورځنۍ سيالۍ د فبرورۍ پر نهمه، ۱۱مه او ۱۴مه په کولمبو کې کېږي. وروسته به د فبرورۍ پر ۱۷مه، ۱۹مه او ۲۱مه درې ۲۰ اووره سيالۍ د سري لنکا په ډمبولا ښار کې کېږي.

د سري لنکا کرکټ بورډ د جنورۍ پر ۳۱مه د افغانستان پر وړاندې ټېسټ لوبې ته ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه چې له مخې یې دننجایا ډيسېلوا لوبډلمشر دی او پکې د اینجېلو میتیوز، دنېش چنديمال او دېموت کرونارتنې په څېر تجربه لرونکي لوبغاړي هم شامل دي.

د افغانستان د کرکټ لوبډلې دوه لوبغاړي حشمت الله شهدي او رحمت شاه په کولمبو کې - د ۲۰۲۴ز کال د جنورۍ ۳۱مې انځور.

داراز، درې نوي لوبغاړي چې تر دې وړاندې یې ټېسټ لوبه نه ده کړې هم لوبډلې ته انتخاب شوي دي چې لهیرو اودارا، چمېکا ګوناسېکارا او مېلان رتنایاکې نومېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ له سري لنکا سره د سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړې ده. د افغانستان د لوبډلې مشري حشمت الله شهیدي کوي. د هېواد د کرکټ د ځینو مخکښو لوبغاړو لکه د راشد خان، رحمان الله ګربز او مجیب الرحمان نومونه په لوبډله کې نه شته. راشد خان د ملا تر عملیاتو وروسته لا هم په بشپړ ډول نه دی رغېدلی، نو ځکه په سیالیو کې برخه نه اخلي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي دي چې د یو ورځنیو او ۲۰ اووره لوبو لپاره د لوبغاړو نوملړ به هم ژر اعلان کړي.