په کورمه کې د ځمکې پر سره شخړه کې یو تن وژل شوی او شپږ ټپي شوي‌

ضلعي انتظاميې پر خپله ويبپاڼه لېکلي چې په سيمه کې د دواړه ډلو ترمېنځ د شخړې د هوارولو لپاره یې د ځايي‌ مشرانو جرګه جوړه کړې ده.

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د يعقوبيو له ټوپکي خلکو سره جګړه شوې چې د پولیسو او ځايي انتظاميې په وینا، يو تن وژل شوی او شپږ نور زخميان دي.

په کوزه کورمه کې يو امنيتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، دا جګړه د فبرورۍ پر لومړی نېټه په سيمه کې پر لانجمن غره د ونو پري کولو په سر پيل شوې وه.

چارواکي زياتوي‌ چې جګړه يې درولې خو مسله له هم نه ده حل شوې.

بلخوا ضلعي انتظاميې پر خپله ويبپاڼه لېکلي چې په سيمه کې د دواړه ډلو ترمېنځ د شخړې د هوارولو لپاره یې د ځايي‌ مشرانو جرګه جوړه کړې ده.

په کورمه کې يو شمېر شاملاتي ځمکې داسې دي چې ورباندې د بېلا بېلو ډلو او قبیلو ترمېنځ له کالونو راهيسې شخړې روانې دي.