هند چین ته د جاسوسۍ په تور نیولې کوتره خوشې کړې ده

د هند په اجمېر شریف کې یوه کوتره د ونې پر څانګه ناسته ده - پخوانی انځور.

د هند پولیسو هغه کوتره خوشې کړې چې د جاسوسۍ په تور یې اته میاشتې په قفس کې بنده کړې وه.

یوشمېر هندیو او نړیوالو رسنیو ویلي دي چې هندیو پولیسو هغه کوتره د ۲۰۲۳ز کال په مې کې د ممبۍ ښار یوه بندر ته نېږدې نیولې وه چې په دواړو پښو کې یې کړۍ بندې وې او داسې ویل کېدل چې ځینې چینايي شکله جملې ورباندې لیکل شوې وې.

د هند پولیسو هغه کوتره د چین د جاسوسۍ په شک په پنجرې کې بنده کړه او اته میاشتې يې د ژویو او مارغانو په یوه درملتون کې وساتله.

رسنیو د فبرورۍ پر دویمه وویل چې تر پلټنو وروسته معلومه شوې چې هغه کوتره د تایوان د سیالیو ګډونواله وه او له هغه ځایه تښتېدلې وه.

په هند کې تر دې مخکې هم ځينې کوترې پاکستان ته د جاسوسۍ په شک نیول شوې دي.

په ۲۰۱۶ز کال کې پولیسو یوه داسې کوتره نیولې وه چې هغوی ته یې د اخطار یو لیک لېږداوه.