د بلوچستان حکومت وايي، د بلوچستان نه د ملک نورو برخو ته د اورګاډو تګ راتګ د فبرورۍ له درېیمې نېټې څخه یو وار بیا پیل شوی دی.
په مچ کې د جنورۍ د ۲۹مې او ۳۰مې نېټې په منځنۍ شپه د وسله والو لخوا د ښار په بیلا بېلو سیمو له نږدې غرونو لږ تر لږه ۱۵ توغندي لګېدلي وو. تر هغې وروسته د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نخښتې هم شوې وې. د همدې جګړې له وجې د بلوچستان له مرکز کوټې نه د ملک نورو برخو ته د اورګاډو تګ راتګ ځنډېدلی وو چې اوس یو وارې بیا د حکومتي چارواکو په وینا بحال کړل شوی دی. له کوټې د ملک نورو برخو ته ورغلې د اورګاډي لاره په مچ باندې تېرېږي.
په کوټه کې د پاکستان د اورګاډو د ادارې چارواکو د فبرورۍ په درېیمه مشال راډیو ته وویل، په همدې ورځ جعفر ایکسپریس له کوټې پېښور ته روان شوی دی. دوی وايي، د فبرورۍ په پنځمه به بولان مېل ایکسپریس کراچۍ ته روان شي او له سیوۍ هرنايي اورګاډي وار له مخې تګ راتګ پیل کړی دی.
دا هم وګورئ: د پاکستان پوځ په بلوچستان کې د یو شمېر وسله والو د وژلو ادعا کړېدهدا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ په تېرو څو ورځو کې په بلوچستان کې د ۲۴ وسلوالو د وژلو ادعا کړې. د پاکستان د پوځ د عامه خبرتیا د ادارې ايي اېس پي ار په وینا په ځوابي برید کې په وژلو شویو کې درې ځانمرګي بریدګر هم شامل دي. بيان زياتوي چې دا عمليات د بلوچستان په مچ او کولپور سیمو کې د وسلوالو لخوا د بريدونو په ځواب کې پيل شوي وو چې پای ته ورسېدل.
بلوچ لیبرېشن ارمي بیا ادعا کړې وه چې د پاکستان د پوځ له ۶۰ زیات امنیتي سرتېري یې وژلي دي.
دا هم وګورئ: په مچ کې نښتې: امنيتي ځواکونه او وسله وال يو بل ته د درنې مرګژوبلې اړولو دعوه کويخو د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزیر جات اڅکزي او د پوځ د عامه اړیکو دفتر بیا د بلوچ لیبرېشن ارمي لخوا ښودل شوې شمېره غلطه بولي او وايي، په دغه جګړه کې څلور پوځیان وژل شوي دي.
خو خپلواکو سرچینو د پوځ او د بلوڅو بیلتون پالو د ادعا پخلی نه دی کړی.
د بولان ضلعې مچ د بلوچستان په هغه سیمو کي شمارل کیږي چي له تېرو څه باندې دوو لسیزو راهسې پکې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو وخت پر وخت بریدونه کېږي.
په دې بریدونو کې د زیاتره هغو زمه واري بلوڅ وسله والې ډلې مني. دا هغه ډلې دي چې له پاکستانه د جدا کېدو لپاره جګړه کوي او د پاکستان حکومت دوی ته ترهګر وايي.