په کراچۍ کې روایتي مخالفینو اېم کیو اېم او ای اېن پي انتخاباتي اتحاد کړی دی

د فبرورۍ پر څلورمه په مردان هاوس کراچۍ کې د ای اېن پي او اېم کیو اېم مشران ګډه خبري غونډه کوي.

په کراچۍ کې عوامي نېشنل ګوند او متحده قومي موومېنټ پاکستان پر ځينو انتخابي حلقو اتحاد کړی دی.

د متحده قامي موومېنټ پاکستان مرستیال مشر مصطفا کمال او د عوامي نیشنل ګوند د سيند صوبې مشر شاهي سيد د فبرورۍ پر څلورمه په مردان هاوس کې تر مذاکراتو وروسته خبرې کنفرانس ته وويل چې دوی به پر ځینو حلقو د يو بل حمایت کوي.

مصطفی کمال وويل چې د لانډهي سيمې پر ۸۸ مې حلقې به دوی د عوامي نیشنل پارټۍ او شاهي سيد بیا وويل چې دوی د کراچۍ پر دوو قامي او د صوبايي اسمبلۍ پر درې څوکيو خپل کانديدان د اېم کېو اېم پاکستان د اميدورانو په حق کې کښېنولي دي.

پخوا د اې اېن پي او د الطاف حسين په مشرۍ د اېم کيو اېم چې مصطفی کمال يې هم برخه وو، پر يو بل د غړو او پلويانو د وژلو تورونه پورې کړي ول خو د فبرورۍ د خبرې کنفرانس پر مهال د اې اېن پي د سيند صوبې جنرل سيکرېټري يونس بونيري مشال راډیو ته وويل چې هڅه کوي چې په کراچۍ کې پښتانه او اردو ژبي په پرامنه توګه سره واوسي.

په تېرو وختونو کې د یو سازش د لاندې پښتانه او اردو ژبه ویونکي (مهاجر) د یو بل سره جنګول شوي دي خو اوس د تل لپاره دغه لارې بندوي
مصطفا کمال

بونیري وویل "زموږ بنیادي مقصد دا دی چې د ۱۹۸۵ز کال وړاندې چې د ښار کوم ماحول وو، هغه بیا جوړ شي. پښتانه او اردو ويوونکي د وروڼو په شان پرامنه ژوند تېر کړي لکه څنګه چې پخوا تېرېدو. په دې ښار کې نفرتونه ختم شي."

د اېم کیو اېم مرستیال مشر مصطفا کمال وويل، د خپل راتلونکي نسل د ښه ژوند، د ښار امنيت او د ولس په مینځ کې د میني او محبت پیدا کولو لپاره مردان هاوس ته ورغلی دی.

هغه وویل چې په تېرو وختونو کې د یو سازش له مخې پښتانه او اردو ژبه ویونکي (مهاجر) له یو بل سره جنګول شوي دي خو دوی د تل لپاره دغه لارې بندوي او نور به په کراچۍ او ټول سیند کې پښتانه او اردو ژبه ویونکي له یو بل سره په شر نه شي.

دا هم وګورئ: کراچۍ کې د ۲۰۰۷ز کال د خونړیو پېښو ضد "توره ورځ" او د وکیلانو کاربندیز دی

ټاکل شوې ده چې په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه ټولټاکنې وشي. عوامي نیشنل ګوند او ځینې نور ملتپال کراچۍ ښار د پښتنو تر ټولو لوی ښار ګڼي. همدې ته په کتو په کراچۍ کې زیاتره سياسي ګوندونو د پښتنو ابادۍ ته په پام پر ځينو څوکيو يو شمېر پښتانه کانديدان درولي دي.

پاکستان تحريک انصاف چې د ۲۰۱۸ز کال په ټاکنو کې یې له کراچۍ ښاره د قامي اسمبلۍ پینځه او د صوبایي اسمبلۍ درې څوکۍ ګټلې وې، دا ځل یې له کراچۍ ښاره د قامي او صوبایي اسمبلیو لپاره ۱۲ پښتنانه کاندیدان کړي دي.

په تېر ځل انتخاباتو کې د پاکستان پیپلز ګوند په ټکټ دوه پښتانه اغا رفیع الله او قادر خان مندوخېل له کراچۍ قامي اسمبلۍ ته منتخب شوي ول.

اېم کیو اېم د قامي اسمبلۍ پر۲۳۵ حلقه پښتون محمد اقبال مسيد کاندید کړی دی.

دا راز جماعت اسلامي هم د قومي او صوبايې اسمبلۍ په ځینې څوکیو پښتانه کانديدان کړي دي.

اې اېن پي- قامي وطن پارټۍ اتحاد

هلته د خيبر پښتونخوا په چارسده کې قامي وطن پارټۍ او عوامي نېشنل ګوند د قامي اسمبلۍ پر دوو حلقو انتخابي اتحاد کړی دی.

د فبرورۍ پر څلورمه په چارسده کې د اې اېن پي د خيبر پښتونخوا مشر ايمل ولي خان او قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شېرپاو د خبرې غونډې پر مهال د دې اتحاد اعلان وکړ.

د فیصلې تر مخې پر اېن اې ۲۴ ولاړ د عوامي نېشنل ګوند امیدوار افتاب عالم به د افتاب احمد خان شېرپاو او پر اېن اې ۲۵ به د قامي وطن پارټۍ امېدوار قیصر جمال د ایمل ولي خان په حق کې کښېني.