امریکا وايي کابل ته د سفارتي فعالیت د لیږدولو پلان نه لري

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ویاند وېدانت پټېل په واشګنټن کې يوې خبري غوندې ته وينا کوي ـ پخوانی انځور

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، په نېږدې راتلونکې کې کابل ته د هېڅ سفارتي فعالیت د لیږدولو پلان نه لري او هلته له واکمنو طالبانو سره د ملګروملتونو په ګډون له ښکیلو اړخونو سره په همغږۍ تعامل ته دوام ورکوي.

دا خبره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ویاند وېدانت پټېل د فبرورۍ پر پينځمه په واشنګټن ډي سي کې په یوه خبري غونډه کې وکړه.

نوموړي زياته کړه چې هغوی د طالبانو په ګډون په افغانستان کې دننه او بهرله يوشمېر افغانانو سره په تماس کې دي خو بشري حقونه او ښوونځیو ته د نجونو او ښځو بېرته تګ د دغې ښکېلتیا په سر کې ځای لري. د هغه په خبره امريکا به د ملګرو ملتونو په ګډون له خپلوهمکارانو او شریکانو سره پر طالبانو فشار راوړي چې تبعیضي فرمانونه بېرته واخلي، په ځانګړې توګه هغه چې په غیرمتناسب ډول ښځې او نجونې اغېزمنوي او هغه چې د امريکا په باور د اړیکو پرعادي کېدو اغېز لري او د ټولو افغانانو حقونو ته په درناوي پورې تړلي دي.

ټاکل شوې چې د روانې فبرورۍ میاشتې پر ۱۸مه او ۱۹مه به د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب د افغانستان په اړه يوه غونډه وشي.

په هغه غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د یوه نوي استازي پر ټاکلو، د ښځو او بشري حقونو پر وضعیت او له افغانستان سره پر تړلو مسلو بحث کېږي.

د ۲۰۲۱ز کال د اګست له ۱۵مې پر افغانستان له واکمنېدو راهيسې طالبانو پر ښځو او نجونو د کار او زدکړو يوشمېر محدوديتونه او بنديزونه لګولي دي. د نړۍ هېڅ هېواد تر اوسه د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی.