بلېنکن له محمد بن سلمان سره له ليدو وروسته له مصري چارواکو سره ګوري

اينتني بلېنکن د ۲۰۲۴ز کال په جنورۍ مياشت کې هم له سعودي وليهد محمد بن سلمان سره ليده کاته کړي ول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اينتني بلېنکن منځني ختیځ ته د سفر په ترڅ کې د فبرورۍ پر شپږمه د مصر په پلازمینه قاهره کې د هغه هېواد له ولسمشرعبدالفتاح السیسي سره ليده کاته کوي.

نوموړي د فبرورۍ پر پينځمه په ریاض کې د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره وکتل.

دا په غزه کې شاوخوا څلور مياشتې وړاندې د جګړې له پیل راهيسې، منځني ختيځ ته د بلېنکن پينځم سفر دی چې پکې نوموړی د ممکنه اوربند او له جګړې وروسته د منصوبه بندۍ تر څنګ د سیمه ییزې ترينګلتيا کمولو لپاره هڅې کوي. ټاکل شوې چې بلېنکن به له مصر وروسته اسراییلو او قطر ته هم ولاړ شي.

حماس ډله په یو شمېر هغو ډېرو ویجاړو شویو سیمو کې بیا راڅرګنده شوې چې اسراییلي ځواکونه بېرته ورڅخه وتلي دي. له دې سره د اسراییل هغه مرکزي هدف چې د حماس ځپل غواړي، له غیر یقیني حالت سره مخامخ دی.

حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنې ترهګره ډله ګرځولې، د ۲-۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییل برید وکړ چې پکې یې د اسراییل خوا او شا ۱،۲۰۰ وګړي ووژل او ۲۵۰ کسان یې یرغمل کړل. تر اوسه یو شمېر یرغمل شوي د یو جوړ جاړي له لارې خوشې کړل شوي دي.

اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې سختې پوځي کاروايي ته دوام ورکړی دی.

په غزه کې د روغتیا وزارت په وینا، تر اوسه په دې کاروايي کې خوا او شا ۲۷،۰۰۰ کسان وژل شوي او زرګونه نور ژوبل شوي دي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.