د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) پر پاکستانیو چارواکو غږ کړی دی چې د انتخاباتو پر مهال دې په هېواد کې انټرنېټي خدمات فعال وساتي.
د ایمنسټي انټرنیشنل جنوبي اسیا څانګې د فبرورۍ پر شپږمه پر اېکس پاڼه د حکومت او انتخاباتي کمېشن په نوم پرانیستی لیک خپور کړی دی.
په لیک کې له نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ، د ټاکنو کمېشن له مشر سکندر سلطان راجا او له نورو چارواکو غوښتنه شوې ده چې د فبرورۍ پر اتمه دې انټرنېټ او برېښنايي او انلاین یا پر لیکه رسنۍ له خنډ او ځنډ پرته فعالې وساتي.
سازمان ویلي دي چې د انتخاباتو پر ورځ معلوماتو ته لاسرسی د ولس حق دی.
د بخښنې نړیوال سازمان له حکومته غوښتني دي چې د ازادو او رڼو انتخاباتو لپاره دې د بیان د ازادې درناوی وکړي.
دا تر هغې وروسته ده چې نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ د فبرورۍ پر شپږمه وویل چې د انتخاباتو پر مهال د امنیت د ټینګښت په خاطر ښایي په ځینو ځایونو کې د موبایل ټېلېفون او انټرنیټ خدمات په لنډمهالي ډول وتړي.
تر دې وړاندې د بلوچستان نګران حکومت ویلي ول چې د انتخاباتو پر ورځ د صوبې په ځینو سیمو کې انټرنېټ بندوي.
حکومتي ویاند جان اڅکزي ویلي ول چې د ناامنۍ پېښو مخنیوي په خاطر په تربت، مچ او چمن کې تر انتخاباتو مخکې هم انټرنېټ محدودوي.
په همدې حال کې پاکستانیو رسنیو د فبرورۍ پر اوومه د مخابراتي چارو ادارې (پاکستان ټېلېکمیونیکېشن اتارټي یا پي ټي اې) په حواله ویلي دي چې په هغه هېواد کې به انټرنېټي خدمات نه ځنډوي.
په پاکستان کې په لومړي ځل په ۲۰۱۲ز کال کې د هغه وخت حکومت د اختر پر ورځ انټرنېټ بند کړی وو. تر هغې وروسته حکومتونه وخت په وخت په هغه هېواد کې انټرنېټ په ځینو ورځو یا وختونو کې بندوي او یا ورته د خلکو لاسرسی محدودوي.
حکومت دریځ لري چې دا کار د امنیت لپاره کوي خو د بشري حقونو ډلې دا د شخصي ازادۍ خلاف عمل ګڼي.