د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د راتلونکې غونډې په اړه د هغه هېواد لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږی کوونکي فریدون سېنېرلي اوغلو سره خبرې کړي دي.
کرزي د فبرورۍ پر اوومه پر اېکس لیکلي دي چې دواړو مشرانو په ناسته کې د دوحې غونډه د افغانستان لپاره مهمه وبلله او هیله یې څرګنده کړه چې پکې به افغانان او د سیمې او نړۍ د هېوادونو استازي وتوانېږي چې د هغه هېواد د راتلونکې لپاره غوره ګام واخلي.
تر دې یوه ورځ مخکې د پوهنتونونو او د زده کړو د خصوصي یا شخصي ادارو مشرانو هم له کرزي سره لیدلي ول او د لوړو زده کړو په برخه کې یې د نجونو پر ستونزو خبرې کړې وې.
کرزي تر کتنې وروسته پر اېکس پاڼه په یو بیان کې د دوحې د غونډې له ګډونوالو څخه د افغانستان د پوهنې د وضعیت د ښه والي او د ستونزو د هواري غوښتنه وکړه.
ټاکل شوې ده چې د فبرورۍ پر ۱۸مه او ۱۹مه په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب غونډه وشي. په هغه ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي پر ټاکلو، د ښځو او بشري حقونو پر وضعیت او له افغانستان سره پر تړلو مسلو بحث کېږي.
طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول او له هغه راهیسې یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم بندیز لګولی دی. د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې په پوهنتونونو کې هم د نجونو پر تعلیم بندیز ولګاوه.
د طالبانو حکومت وايي چې د نجونو د زده کړو لپاره پر یوه تګلاره او د مناسب چاپېریال پر جوړولو کار کوي، خو تر اوسه یې دا نه دي ویلي چې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په دې برخه کې څومره پرمختګ شوی دی.