د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې (ای اې اي اې) مشر رافایل ماریانو ګروسي د فبرورۍ پر اوومه د روسیې تر ولکې لاندې د زپورېژیا اټومي برېښناکوټ ته ورځي چې د خوندیتوب په اړه یې د اندېښنو جاج واخلي.
د ملګرو ملتونو د هغې ادارې مشر زپورېژیا ته تر تګ یوه ورځ مخکې د فبرورۍ پر شپږمه په کييف کې له اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي، د انرژۍ له وزير او نورو اوکراينیو چارواکو سره خبرې کړي دي.
په عین حال کې پر اوکراین د روسیې توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په حملو کې لږترلږه درې کسان وژل شوي او د هېواد پلازمېنې کییف برېښنا قطع شوې ده.
په داسې حال کې چې په ټول کییف کې د هوایی برید خبرداری ورکړل شوی وو، د روسیې د ویشتل شوي توغندي یوې برخې د بجلۍ تارونه پرې کړل.
ولسمشر زېلېنسکي تر برید وروسته پر اېکس پاڼه و لیکل، "زموږ پر هېواد د روسیې یو بل لوی هوایی برید وشو او شپږ سیمې د دښمن تر حملې لاندې راغلې."
نوموړي زیاته کړه چې د ټولو خدماتو پر بحالولو کار روان دې.
په کییف کې په برید کې تر ۱۰ زیات کسان زخمیان شوي هم دي. د جنوبي مېکولایېف ښاروال اولېکساندر سېنکیوېچ ویلي دي چې هلته د روسیې په برید کې یو تن وژل شوی دی.