د پښین او کلا سیف الله ژوبل کسان د کوټې روغتون ته لېږدول کېږي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د فبرورۍ پر اوومه د بلوچستان په پښتون مېشته سیمو پښین او کلا سیف الله کې په چاودنو کې تر ۲۰ زیات کسان ووژل او تر ۳۰ زیات ژوبل شول. چارواکي وايي، چاودنې د دوو انتخاباتي نوماندانو له دفترونو سره نېږدې شوې دي. په دې ویډیو کې ګورئ چې روغتیايي او مرستندویه کارکوونکي سخت ژوبل کسان د کوټې د روغتون بیړنیو طبي خدماتو څانګې ته لېږدوي.