په پاکستان کې خلک په پارلېماني انتخاباتو کې ووټ اچوي
په لاهور کې یوه انتخاباتي چارواکې تر رایې ورکولو مخکې د یوې ښځې ګوته رنګوي.
په سوات کې په یوه پولېنګ سټېشن کې ښځې د ووټ اچولو لپاره ورغونډې شوې دي.
چارواکي وايي په پېښور کې یې د انتخاباتو امنیت لپاره اقدامات کړي دي. په دې انځور کې د ښار بالاحصار قلعه ښکاري.
په لاهور کې ښځې په یو پولېنګ سټېشن کې د رایې کارولو لپاره په قطار کې ولاړې دي.
د کوز جنوبي وزیرستان په مرکزي ښار واڼه کې خلک په بازار کې روان دي.
په لاهور کې یوه ښځه خپله رایه کاروي.
د کوز جنوبي وزیرستان د مرکز واڼه په بازار کې تر انتخاباتو یوه ورځ مخکې د خلکو ګڼه ګوڼه.
د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې پولیس د انتخاباتي مرکزونو امنیت ته تر روانېدو مخکې.
په ډېره اسماعیل خان کې د ټرافیکو پولیسو یو سرتېری ګاډو ته د تېرېدو اشاره کوي.
په کراچۍ کې د انتخاباتي چارو کارکوونکو د فبرورۍ پر اوومه د رایو ورکولو مرکزونو ته د ووټ پرچې او بکسونه ولېږدول.
په کراچۍ کې انتخاباتي چارواکي د رایو بکسونه تړي.
د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علي (ښي لوري ته) د فبرورۍ پر شپږمه د مشال راډیو خبریال ګل ایاز ته وویل چې په صوبه کې یې د انتخاباتو امنیت لپاره انتظامات کړي دي.
په ډېره اسماعیل خان کې پولیس سرتېري د فبرورۍ اتمې عامو انتخاباتو د امنیت لپاره تر ځای پر ځای کېدو مخکې ولاړ دي.
په پېښور ښار کې د بېلابېلو نوماندانو اشتهارونه لګېدلي دي.
په پېښور ښار کې تر انتخاباتو یوه ورځ مخکې ګڼه ګوڼه کمه برېښېده.
د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه پښین کې د فبرورۍ پر اوومه د یو ازاد نوماند په انتخاباتي دفتر کې چاودنې ۱۷ تنه ووژل او ګڼ نور ژوبل شول.
تر انتخاباتو یوه ورځ مخکې د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه کلا سیف الله کې د جمعیت علمای اسلام (ف) د نوماند انتخاباتي دفتر ته څېرمه په چاودنه کې ۱۰ تنه ووژل او یوشمېر ژوبل شول.
په کوټه کې مرستندویه کارکوونکي د فبرورۍ اوومې په چاودنه کې ژوبل کس د روغتون د بیړنیو طبي خدماتو څانګې ته لېږدوي.
په پېښور ښار کې د بېلابېلو نوماندانو انتخاباتي اشتهارونه لګېدلي دي.
په سوات کې انتخاباتي چارواکې تر ووټ کارولو مخکې د یوې ښځې ګوته رنګوي.