پاکستان کې ګڼ ماشومان نمونیا شوي دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پاکستان کې د سختې یخنۍ پر مهال ګڼ ماشومان نمونیا شوي دي. هغه ناروغي چې په پښتو کې برېښ یا سکاروی بلل کېږي، د ځانګړو مېکروبونو یا جراثیمو له وجې کېږي. روغتیاپالان وايي، میندې او پلرونه باید ټول ماشومان د نمونیا او تنفس نظام ناروغیو پر وړاندې واکسین کړي. دوی داراز ټینګار کوي چې ماشومان باید په ژمي تاوده وساتل شي.