ډېره اسماعیل خان او ټانک کې د ناامنۍ پېښو کې ۶ سرتېري وژل شوي دي

په ډېره اسماعیل خان کې د ټرافیک پولیسو سرتېري په څلورلاره کې ولاړ دي - د فبرورۍ اوومې انځور.

چارواکي وايي چې د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان او ټانک کې په دوو پېښو کې شپږ سرتېري وژل شوي دي.

د ډېره اسماعیل خان کمېشنر ظفر الاسلام مشال راډیو ته وویل چې د سړک تر غاړې بم چاودنه د فبرورۍ پر اتمه په کلاچۍ کې شوې ده چې پکې پینځه پولیس وژل شوي او دوه ژوبل دي.

دا په داسې حال کې ده چې وسلوالو د فبرورۍ پر اتمه سهار شاوخوا اووه نیمې بجې له ډېره اسماعیل خان سره پر پوله په پروت ښار ټانک کې د پوځ پر ګاډي په برید کې یو سرتېری ووژل شو.

د ضلعې انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) محمد شعېب مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو پر ګاډي ډزې وکړې.

د ډېره اسماعیل خان او ټانک د پېښو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په هغو ضلعو کې د ناامنۍ پېښې پر داسې مهال شوې دي چې د فبرورۍ پر اتمه په پاکستان کې عام انتخابات ترسره شول چې پکې د هغه هېواد مېلیونونه وګړو د قامي او صوبايي اسمبلیو د څوکیو ډکولو لپاره رایې وکارولې.

تر دې یوه ورځ مخکې د سیند په مرکز کراچۍ او د بلوچستان په پښتون مېشته سیمو پښین او کلا سیف الله کې د انتخاباتي نوماندانو له دفترونو سره نېږدې په چاودنو کې د یوې ښځې او یو ماشوم په ګډون ۳۰ تنه ووژل او تر ۳۰ زیات ژوبل شول.

د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې په پښین او کلا سیف الله کې د حملو ذمه واري ومنله خو د کراچۍ د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې.