روسیې او اوکراین د یو بل د ۱۰۰، ۱۰۰ جنګي بندیانو تبادله کړې ده

د فبرورۍ پر اتمه د روسیې له زندانه خوشې شوي اوکرایني سرتېري.

د روسیې او اوکراین ترمینځ یو ځل بیا د جنګي بندیانو تبادله شوې ده.

دا تبادله د فبرورۍ پر اتمه د متحده عربي اماراتو په مینځګړتوب شوې ده او دواړو غاړو د یو بل ۱۰۰، ۱۰۰ بندیان خوشې کړي دي.

د روسیې دفاع وزارت او د اوکراین د ولسمشر دفتر د جنګي زندانیانو یو بل ته د سپارلو تصدیق کړی دی.

د روسیې د دفاع وزارت په خپره کړې ویډیو کې ښکاري چې ازاد شوي سرتېري یې په بس کې سپاره دي، له یو بل سره خبرې کوي او ټېلېفوني اړیکې نیسي.

د اوکراین ولسمشر وولوديمیر زېلېنسکي پر ټېلېګرام لیکلي دي چې ۱۰۰ نور اوکراینیان کور ته ولاړل. د نوموړي په وینا، ډېری ازاد شوي هغه سرتېري دي چې د ماریوپول ښار د دفاع پر مهال روسیو ځواکونو نیولي ول.

د ۲۰۲۳ز کال په مې میاشت کې د ماریوپول ښار او د ازوفستال د فولادو کارخانې اوږده محاصره پای ته ورسېده. د جګړو له کبله هغه ښار په بشپړه توګه وران شو او بیا ۲،۵۰۰ اوکرایني سرتېري روسیو ځواکونو ته تسلیم شول.

تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۳۱مه هم د روسیې او اوکراین ترمینځ د لسګونو بندیانو تبادله شوې وه.

هغه مهال مسکو د اوکراین ۲۰۷ او کییف د روسیې ۱۹۵ بندیان یو بل ته سپارلي ول.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې میاشت پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې د یرغل دوه کاله پوره کېږي. په هغه جنګ کې د دواړو خواوو زرګونه سرتېري وژل شوي هم دي.