سري لنکا دویمه ۵۰ اووره سیالۍ کې افغانستان ته په ۱۵۵ منډو ماتې ورکړه

سري لنکايي لوبغاړي د افغان بیټر په سوځولو خوشالي کوي - د فبرورۍ ۱۱مې انځور.

د سري لنکا د کرکټ ملي لوبډلې په دویمه یو ورځنۍ سیالۍ کې افغانستان ته په ۱۵۵ منډو په ماتې ورکولو لوبلړۍ وګټله.

کوربه لوبډلې د فبرورۍ پر ۱۱مه د کینډي ښار په پالېکلې لوبغالي کې پچه وګټله او لومړی یې د بیټېنګ پرېکړه وکړه.

د سري لنکا دوه بیټران ژر وسوځېدل خو لوبډلمشر کوشال مینډېس او سدیرا سماراوېکرما توپوهنې ته دوام ورکړ او مجموعي منډې یې تر ۱۳۶ پورې ورسولې چې سماراوېکرما په ۵۲ منډو وسوځېد. تر دې لږ ساعت وروسته مینډېس هم په ۶۱ منډو وسوځېد. خو چرېت اسالانکا او جانېت لیانګې ښه توپوهنه وکړه.

د سري لنکا لوبډلې په ټاکلیو ۵۰ اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۳۰۸ منډې وکړې. اسالانکا ۹۷ او لیانګې ۵۰ منډې وکړې.

د افغانستان عظمت الله عمرزي درې، او فضل حق فاروقي، نور احمد او قیس احمد یو، یو لوبغاړی وسوځاوه.

په ځواب کې د افغانستان لوبډلې رحمان الله ګربز ژر وسوځېد خو ابراهیم ځدراڼ او رحمت شاه بیټېنګ ته دوام ورکړ او چې مجموعي منډې یې تر ۱۲۸ ورسولې نو ځدراڼ په ۵۴ منډو وسوځېد. تر دې وروسته پاتې افغان لوبغاړي په یو بل پسې ژر وسوځېدل او د ۳۴م اوور تر پایه یې ۱۵۳ منډې وکړای شوې. رحمت شاه ۶۳ منډې وکړې.

د سري لنکا وانېندو هسرنګا څلور، اسېتا فرنانډو او دلشان مدوشانکا دوه، دوه او پرمود مدوشان یوه وېکټه واخیسته.

دا په داسې حال کې ده چې کوربه سري لنکا د فبرورۍ پر نهمه لومړۍ سیالي په ۴۲ منډو ګټلې وه.

ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمینځ درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ سیالي د فبرورۍ پر ۱۴مه وشي.