په بوسنیا کې اروپا ته د تلونکو مساپرو بې نومه قبرونه
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د بوسنيا په يو کلي کې د هغو کډوالو لپاره هدېره جوړه شوې چې اروپا ته پر لاره مړه شوي دي. د قبرونو شمیر نېږدې ۵۰ دی. د اکثرو هغو کډوالو پېژندګلوي نه کېږي نو ځکه یې د قبرونو پر شناختو نومونه نه شته خو ځايي خلک وايي، مړی که هر څوک، د هر مذهب او هر هېواد وي، په عزت ښخېدل یې حق دی. خلک پر کتبو د مړي د نوم او ملک پر ځای ليکي چې د هغه درد، زحمت او سختۍ به هېڅکله هېرې نه شي. په دې اړه د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.بشيرګواښ د دې بې نومه قبرونو په اړه د اسوسیېټيد پریس خبري اژانس له ویډيو راپور جوړ کړی دی.