ولسمشر بایډڼ او شاه عبدالله د غزې د اوربند په اړه خبرې کړې دي

جو بایډن د عبدالله سره په واشنګټن کې

امریکایي ولسمشر جو بایډن په غزه کې د هر بې ګناه تن وژنه یوه غمیزه بللې ده.

د فرورۍ پر ۱۲مه یې په سپینه ماڼۍ يا وایټ هاوس کې د اردن شاه عبدالله سره د غزه پر روانه جګړه او د دې پر ختمېدو او د راتلونکي په اړه خبرې وکړې.

دواړو مشرانو دغه خبرې په داسې مهال کړي چې امریکا د حماس خلاف په جګړه کې د اوربند پر غځېدو او د یرغمل شویو کسانو پر خوشې کولو کار کوي. حماس د امریکا او اروپایي ټولنې لخوا یوه ترهګره ډله بلل شوې ده.

د اکتوبر پر اوومه د حماس لخوا پر اسراییلو د حملې وروسته په غزه کې د ولسي کسانو پر زیاتېدونکې مرګ ژوبله د عرب نژاده امریکایانو لخوا پر سپینه ماڼۍ له اسراییل سره پر داوامداره مرسته سخت تنقید روان دی.

پرون د شاه عبدالله سره د لیدنې پر مهال ولسمشر بایډن ویلي چې له دوی سره د دغه تړون ټول مهمې خبرې پر میز پرتې دي او زیاتوي پر دغو کې ځینې نیمګړتیاوې شته خو امریکا به خپل پوره کوشش کوي چې د دواړو خواو ترمنځ پر اوبند تړون لاسلیک شي.

د دغه تړون له مخې به په جګړه کې شپږ اونۍ دمه وي او د حماس لخوا ټول یرغمل شوي کسان به خوشې کولی شي.